
د بغلان ولایت د تاله و برفک ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي خبرداری ورکوي، که دې ولسوالۍ ته اضافي ځواکونه ور ونه لېږل شي؛ یو ځل بیا به د وسله والو طالبانو له خوا ونیول شي.
لسګونو وسله والو طالبانو تېره ورځ د بغلان د تاله و برفک ولسوالۍ پر مرکز یرغلیز برید وکړ، چې د تېرې ورځې تر ناوخته پورې له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت وو.
د تاله و برفک ولسوال فیض محمد امیري سلام وطندار ته وویل، چې په دې نښته کې ۴ وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ده پر وینا، که چېرې نور ځواکونه ور نه شي؛ ولسوالي سقوط کوي.
د امیري په خبره، وسله والو طالبانو پر ولسوالۍ باندې له درېیو خواوو نه بریدونه وکړل، چې له څو ساعتونو نښتې وروسته یو افغان سرتېری وژل شوی دی.
په ورته وخت کې د بغلان والي عبدالستار بارز وايي، دوی به پرېنږدي، چې د تاله و برفک ولسوالي د طالبانو له خوا ونیول شي.
د بغلان والي زیاته کړه، چې اوسمهال د دې ولسوالي ډېر اوسېدونکي د خپلې ولسوالۍ د ساتنې په پار له امنیتي ځواکونو سره د «ولسي پاڅوانوالو» په ډول ولاړ دي او هڅه کوي، چې د وسله والو بریدونه دفعه کړي.
شاوخوا پنځه میاشتې مخکې وسله والو طالبانو په یو یرغلیز برید کې د تاله و برفک ولسوالۍ مرکز او ځېنې ځایونه نیولي وو، چې امنیتي ځواکونو له ۲۰ ورځو وروسته د پراخو عملیاتو په کولو سره دا ولسوالي له طالبانو پاکه کړه.





