د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند سمیع الحق څانګې مشرانو د طالب مشرانو سره ناستې پیل کړي او هڅه کوي، چې په افغانستان کې یې د جګړې له پاره سره تر یوې مشرۍ لاندې راټول کړي.
د دې ګوند مشر مولانا سمیع الحق، چې د دارالعلوم حقانيه مدرسې مشري هم په غاړه لري، تېره ورځ د دې مدرسې د درسي کال پیل مراسمو کې د ملا عمر د ځای ناستي ملا اختر منصور ملاتړ وکړ او له نورو طالب مشرانو یې هم وغوښتل، چې د ملا اختر منصور مشري ومني.
سمیع الحق خپلو پلويانو ته په خبرو کې وویل، چې بهرني ځواکونه غواړي، په افغانستان کې پاتې شي او د دې له پاره د طالبانو ترمنځ اختلافات به هغوی ته د پاتې کېدو زمینه برابره کړي.
د پاکستان د جمعیت علما اسلام او د دارالعلوم حقاني مدرسې مشر په خپله وینا کې ويلي، چې وسله وال طالبان دې په افغانستان کې جګړې ته را یوځای شي او خپله بریا دې په نا کامۍ نه بدلوي.
په همدې حال کې داسې راپورنه هم خپاره شوي، چې د طالبانو بېلابېلو ډلو د دغه پاکستاني سیاستوال سره اړیکې نيولي او ترې غوښتي یې دي، چې د دوی ترمنځ منګړیتوب وکړي.
سرچينې وايي، چې ملا اختر محمد منصور يوه ډله پلویان سمیع الحق ته ورلېږلي، چې د طالبانو له نورو مشرانو سره خبرې وکړي او د ده مشري ومني.
مولانا سمیع الحق زیاتوي، چې وسله وال طالبان د ده شاګردان دي او د ده خبره به ځمکې ته نه غورځوي.
سلام وطندار ته د را رسېدلو معلوماتو له مخې د ملا اختر منصور په ۴۵ کسیزه ډله کې حافظ محب الله او مولوي کبیر او ځېني نور پخواني طالب چارواکي شامل و.
خو په همدې تازه وختونو کې عبدالحی مطمین د ملاعمر فرهنګي مشاور او ویاند، رسنیو ته ویلي، هغه څوک چې د ملا اختر منصور مخالفت کوي؛ د ملا عمر له مشرولۍ سره هم نه وو جوړ.
بل لوري د منصور مخالف د طالبانو په نورو مشرانو کې چې مولانا سمیع الحق سره یې لیده کاته شوي. ملا حسن روحانی، ملا جلیل اخوند، ملاغلام رسول یاد کسان دي.
ډيوې راډيو ته د مولانا سمیع الحق زوی مولانا حامد الحق ويلي دي، چې لا یې هم پلار سره د بېلا بېلو طالب مشرانو ناستې روانې دي او په افغانستان کې د نړیوالو پر خلاف جګړې له پاره یې د رايوځای کولو هڅې روانې دي.
حامد الحق زیاته کړې، چې طالبان مولانا سمیع الحق ته درناوی لري او د هغه خبرې ته احترام کوي.
په پاکستان کې له وسله والو طالبانو ښکاره ملاتړ او د افغان حکومت چوپتیا
د دې راپورنو له خپرېدلو وروسته دا پوښتنه پیدا کېږي، چې د افغان حکومت یوې مخالفې وسله والې ډلې ملاتړ په پاکستان کې د مذهبي او سیاسي ګوندونو له لوري په ښکاره کېږي، خو نه یې پاکستاني حکومت د مخنیوي له پاره کوم اقدام کړی او نه هم افغان حکومت په دې اړه کوم غبرګون ښودلی دی.
د ولسمشرۍ مانۍ مرستیال ویاند ظفر هاشمي سلام وطندار ته د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې له ورستيو تحولاتو وروسته ولسمشر اشرف غني د وضعیت په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.
هاشمي روښانه نه کړه، چې په دې خبرو کې له طالبانو د مولانا سمیع الحق په څېر د سیاستوال ملاتړ هم یاد شوی کنه؟
په ښه حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیاء مسعود په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې طالبان دې خپل هېواد ته راستانه شي او د جګړې پر ځای دې د سولې لاره خپله کړي.
احمدضاء مسعود زیاته کړه، چې پاکستان افغان طالبان د خپلو ګټو له پاره کاروي او چې ګټه ترې واخلي؛ د ملا عمر په څېرې یې په پټه وژني.
مولانا سمیع الحق ځان د طالبانو روحاني پلار بولي او د ملاعمر په شمول د طالبانو مشران د خپلو شاګردانو په نوم یادوي.
په دار العلوم حقاني مدرسه کې له ۴ زرو زیات زده کونکي په دیني زدکړو بوخت دي، خو راپورونه وايي، چې د همدې زده کوونکو له ډلې ځېنې هغه وخت ناوخت په افغانستان کې په وسله والو نښتو کې برخه هم اخلي.





