اعتراض کوونکي: ملي ګټې، د شخصي غوښتنو مه قرباني کوئ

د مدني ټولنو او د برېښنايي پېژندپاڼو د ادرې ځېنې غړي د دغې ادارې د ډېرو کارکوونکو د رخصتولو په اعتراض کې وايي، چې د حکومت مشران باید ملي ګټې د شخصي ګټو قرباني نه کړي.

هغوی تېره ورځ (یکشبنه) په کابل کې د یو لاریون په ترڅ کې د ملي یووالي له حکومته وغوښتل، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېښ په مخ کې پرتې ستونزې لرې کړي او په رسمي ډول د پېژندپاڼو وېشل پیل کړي.

دغو اعتراض کوونکو د «موږ کډوالۍ ته مه اړباسئ، زموږ برخلیک برېښنايي پېژندپاڼو پورې تړلی دی» شعار په ویلو سره غوښتنه کوله، داسې معیاري پېژندپاڼې غواړي، چې د دوی د هویت ښکارندويي وکړي.

د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ادرې ګوښه شوي کارګر هم وايي، چې په دې مسلک کې پرې زیات لګښت شوی او هرڅومره چې ژر کېږي؛ دغه بهیر دې پیل شي.

هغوی په ټینګا سره ویل، که یې غوښتنو ته ځواب ونه ویل شي؛ خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

دغه کارکوونکي د ولسمشر له خوا د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له ادارې څخه ګوښه شول. د هغوی د ګوښه کولو علت، د کافي بودیجې نه لرل وو.

د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له هماغه پیل نه جنجالي پاروونکې موضوع وه. په پېژندپاڼو کې د جنجال موضوع هغه وخت راپورته شوه، چې په ولسي جرګه کې پرې بحث وشو، چې هر شخص ته دې په کې قوم او دین ولیکل شي.

په پایله کې ولسي جرګې تصویب کړه، چې په پېژندپاڼو کې دې د خلکو قومونه نه لیکل کېږي او د هغه پر ځای دې د شخص د سترګو او ګوتې عکس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مرکز کې ثبت شي.

ټاکل شوې وه، چې د برېښنايي پېژندپاڼو رسمي وېش د ۱۳۹۲ لمریز کال د وري په لومړیو کې پيل شوی وای او د روان کال تر پایه پورې شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړو برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړې وای، خو دغه بهیر د بېلابېلو دلایلو له امله له ځنډ سره مخ شو او عملي نه شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام