د سمنګان پر ملي امنیت ریاست برید له شپږ ساعتونو وروسته پای ته ورسېد

نن په هېواد کې د ملکي او نظامي وګړو لپاره یوه بله خونړۍ ورځ وه.

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمدهاشم سروري له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د دغه ولایت د ملي امنیت پر ریاست د وسله‌والو طالبانو د موټربم او وسله‌وال برید له کبله د ملي امنیت ریاست ۱۰ تنه کارکوونکي وژل شوي او د ملکيانو په ګډون، له ۶۰ ډېر ژوبل شوي دي.

د سمنګان د عامې روغتیا رییس عبدالخلیل مصدق وايي، د برید له ځایه ۵۴ ټپیان ور وړل شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي او ښايي مرګ‌ژوبله له دې هم لوړه شي.

په ورته وخت کې طالبانو په کندوز، بدخشان او پروان ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې له امله یې لسګونو سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کندوز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي وايي، د دغه ولایت په چهاردره او امام‌صیب ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو له امله ۱۴ سرتېري وژل شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي.

بله‌خوا د بدخشان د والي ویاند نېک‌محمد نظري وايي، د القاعده شبکې او داعش په ملتیا پر ارغنج‌خوا ولسوالي د وسله‌والو طالبانو په بریدونو کې ۷ سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي او ډېره مرګ‌ژوبله هم ورته اوښتې ده.

همدارنګه طالبانو تېره شپه د پروان ولایت په شینوارو ولسوالي کې د دولتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې له امله یې ۴ سرتېري وژل شوي، ۵ ټپیان او درې نور له وسلو سره ورک شوي دي.

د سمنګان ولایت امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت د ملي امنیت پر ریاست برید د ۴ بریدګرو په وژلو سره پای ته رسېدلی دی.

نوموړی وايي، برید د اوبو د یوه ټانکر په وسیله شوی او اصلي موخه یې د ولایت امنیه قومانداني وه.

طالبانو د برید پړه منلې او ویلي یې دي چې له ۷۰ ډېر دولتي او د ملي امنیت کارکوونکي یې وژلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام