.jpg)
ټاکل شوې ده، چې غني به د سوېډن چاروکو سره په هغه هېواد کې د افغان پناغوښتونکو په مسله خبرې وکړي.
د راپورونو پر بنسټ ولسمشر غني د دغه هېواد له ولیعهدې ملکه وېکټوریا، لومړي وزیر سټیفن او بهرنیو چارو وزیر مارګوټ وال سټورم سره په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
د سوېډن د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد د کورنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې له پخوا څخه مو د افغان چارواکو سره د یو شمېر پنا غوښتونکو نه قبلېدو او بېرته ور ستنېدو په اړه خبرې پيل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یواځې سږ کال ۱۱۰۰۰ افغانان په ناقانونه ډول سوېډن ته ورغلي دي.
خو سوېډني چارواکي وايي، چې دوی ته د ورغلیو پناغوښتونکو له شمېر نه به ځېنې قبول نه شي او باید افغان حکومت د دوی بېرته ورستنېدو ته چمتو وي.
د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې د روان کال په لومړیو ۸ میاشتو کې له ۱۲۲ زرو زیات کسان اروپا ته تللي دي.
ولسمشر غني د تېرې اونۍ یک شنبې په ماښام د یو پلاوي په مشرۍ فرانسې ته د اقلیم بدلون نړیوالې غونډې کې د ګډون له پاره په شپږ ورځني سفر ولاړ.
ویل شوي و، چې په دغه سفر کې ولسمشر د پاریس له غونډې وروسته به ایټالیا، سویډن او المان هېوادونو ته هم سفرونه ولري.





