
د کاپیسا محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د امنیې قومانداني اداري مرستیال نجیبالله ساپی او د دغې ادارې یو بل کارکوونکی د طالبانو په کمین کې وژل شوي دي.
د کاپیسا د پولیسو په وینا، دا پېښه د کلکانـقرهباغ ولسوالیو پر لویه لار شوې ده.
د کلکان ولسوالی عبدالغفور پوپلزی د دغه خبر د تایید ترڅنګ سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو نن سهار شاوخوا ۷:۴۵ دقیقې د کلکان ولسوالي په میرا سیمه کې د کاپیسا د امنیې قومانداني د اداري مرستیال او دوو نورو کارکوونکو موټر نښه ګرځولی دی.
پر دغې لویې لارې پر پولیسو د ناپېژنده وسلهوالو او طالبانو برید کومه نوې خبره نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم طالبانو پر حکومتي کارکوونکو بریدونه کړي دي.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.





