ترامادول، تراما او یا هم بایومادول هغه درمل دي، چې د شدیدو دردونو له پاره د ډاکټرانو له لوري ناروغانو ته ورکول کيږي.
کولی شو، چې دغه دارو د مخدره توکو په کتار کې وشمېرو، ځکه که چېرې یو شخص د دغه دارو څخه په دوامداره توګه استفاده وکړي، نو روږدی کوي يې.
سره له دې، چې د ترامادول د درد کنټرول د مورفین سره ورته دی، خو د ترامادول دوامداره مصرف بیا د رواني او فزيکي ناروغيو لامل کيږي.
همدارنګه ناروغ مجبور دی، چې د خپل درملنې له پاره لاس په کار شي او د ده درملنه به هم لکه په مخدره توکو باندې د روږدو کسانو په شان وي.
د کابل ښار يو تن درملتون لرونکی د محمد فرید په نوم سلام وطندار ته وویل، چې زیات مراجعه کوونکي پرته له نسخې دارو اخلي او درملتونونه يې هم پرته له کوم دلیله د هغوی په اختیار کې ورکوي.
په دغو لومړنيو داروګانو کې "پرستامول" او "بروفن" ګولۍ هم شاملې دي.
فرید زیاتوي، چې د ترامادول اخیستونکي خورا زیات دي او زیاتره د پلازمينې کابل اوسېدونکي دغه دارو استعمالوي.
هغه وايي، چې يواځې د ده درملتون ته د ورځې شاوخوا لس تنه مراجعه کوي او د دغو لسو کسانو په ډله کې ۲ یا ۳ کسانو سره د ترامادول د استعمال له پاره نسخه وي.
هغه په خپل درملتون کې د زیات اخیستونکو داروګانو په اړه هم وویل، چې له ده نه خلک زیات زرقي او خوراکي انتي بیوتیکونه، د اعصابو او همدارنګه نورو تسکین کوونکي دارو ګان زیات اخلي.
عبدالباري حنیفي د کابل ښار یو بل فارمېسېس د بې نسخو درمل اخیستونکو د نسخو په اړه وايي، چې بې وسه او غریب وګړي، چې د ډاکټر فیس نه شي ورکولی؛ دوی ته د بې نسخې دوا د پلورلو له پاره راځي.ترامادل د سختو دردونو او هغو نشه يی کسانو له پاره چې غواړي د نشه یي توکو استعمال پرېږدي؛ تجویزوي، خو وايي، د دغو دارو د اخیستلو غوښتنې ډېرې شوې دي.
د کابل ښار یو بل فارمېسېس عبدالاحد وايي، زموږ هڅه دا ده، چې بې نسخې دوا چا ته ورنه کړو. د روغتیا وزارت هم موږ ته امر کړی، چې بې نسخې دوا ونه پلورو، په ځانګړي توګه د ترامادول په شان دارو، چې پر نشه یي توکو روږدي کسان پرې اخته وي.
د کابل پوهنتون استاد او فارمېسېس حامد توردي د بې نسخو درملو په اړه سلام وطندار ته وویل، چې ترامادول یو ډول نیوروتیک (عصبي – رواني) درمل دي او د تریاکو په ډله کې شمېرل کېږي. که چېرې دغه درمل په پرلپسې ډول وکارول شي؛ انسان عملي کوي. توردي زیاتوي، چې نیوروتیک درمل باید په هر درملتون کې پیدا نه شي او ځانګړې درملتونونه باید د ډاکټر په هغمغږۍ سره دغه درمل اړوند ناروغ ته تجویز کړي.
سره له دې چې د عامه روغتیا وزارت او روغتیايي قوانینو په ټولیزه توګه د بې نسخو او نشه کوونکیو دواوو پلور منع کړي، خو اوس هم ترامادول ګولۍ، سي سي ګان پيچکارۍ او ترامادول پیچکارۍ چې په رګونو کې کېږي؛ هغه دارو دي، چې په غیر قانوني ډول په بازارنو کې پلورل کېږي.





