د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ د پولیسو قراول مخې ته د موټر بم چاودنې له کبله ۸ تنه مړه او ۳۵ تنه ټپیان کړل.
د هلمند ولایت امنیې قومندانۍ ویاند سمونیار فرید احمد سلام وطندار ته وویل، دغه چاودنه نن سهار د (جون په ۳۰مه) رامنځته شوه.
فرید احمد زیاتوی، چې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
د نوموړي په باور ښايي، چې یو شمېر بریدګر د نظام قراول ودانۍ ته وردننه شوي وي.
د هلمند امینه قومندان د چاودنې په اړه رسنیو ته جزیات ورنه کړل.
د پېښې په سیمه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي او نښته لا هم روانه ده.
په ورته وخت کې د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکتر عنایت الله غفاري سلام وطندار ته وویل، چې روغتون ته د پېښې له سیمې ۸ تنه مړي او ۳۵ تنه ټپيان وروړل شوي دي.
د روغتون مشر دا هم وویل، چې د مړو او ټپیانو په ډله کې ماشومان او ولسي وګړي هم موجود دي.





