په ټول هلمند کې به د هوايي ځواک پر ملتیا پراخ پوځي عمليات پېل شي

افغان چارواکي وايي، چې ډير ژر به د هلمند ولایت په ټولو سېمو کې پراخه پوځي عملیات پیل کړي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام وطندار ته وویل، چې ددې پوځي عملیاتو پر مهال به د ځمکني ځواکونو ترڅنګ هوايي ځواکونه هم برخه اخلي.

هغه وايي، چې یاد ولایت ته شاوخوا ۳ زره امنيتي ځواکونه را رسېدلي او ډېر ژر به د ولسمشر اشرف غني، دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي او د کورنيو چارو وزیر نورالحق علومي په مشرۍ په ټولو هغو سيمو کې سرتاسري پوځي عمليات پېل شي، چې طالبانو په کې نفوذ کړی.

د دغه عملياتو د کره نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د راپورونو پر بنسټ، توپچي، کمانډو، ضربتي او ځمکني قطعات دغه ولایت ته ور رسېدلي او دغه قطعات به ډېر ژر له هوايي ځواکه هم برخمن شي.

د والي ویاند په داسې حال کې په ياد ولایت کې له پراخو پوځي عملياتو خبر ورکوي، چې د هلمند لښګرګاه ښار د باباجي پر څلورمې امنيتي حوزې له تېرو دوو اونيو راهیسې وسله وال طالبان کنټرول لري.

خو ځينې لوړ پوړي چارواکي بیا د دغې سيمې د ځينو ځایونو د نيولو خبر هم ورکوي.

عمر ځواک وايي، چې د ځينو پوځي عملياتو په واسطه په دغه سيمه کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اړول شوې ده.

نوموړي د وسله والو طالبانو د کره مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو  زیاته کړې يې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې ۱۵ افغان امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

له بل لوري بیا د باباجي سيمې ځينې اوسېدونکي وايي، چې د جګړې له امله د دوی ځينې کورونه هم وران شوي او زیات شمېرل يې کډه کولو ته اړ شوي دي.

الله نور او محمد الله چې د دې سيمې اوسېدونکي وايي، له تېرو دوو اونيو راهیسې له خپلو کورونو خبر نه دي.

له دې وړاندې د ولسمشر اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د هلمند ولایت د امنيتي وضعيت په اړه خپله اندېښنه شريکه کړې وه او ويلي وو، چې دغه ولایت ته به د حکومت له لوري زیاته پاملرنه وشي.

له دې وړاندې هم د هلمند په نا امنو ولسواليو کې افغان حکومت د ذولفقار په نوم عملیات ترسره کړي و، او امنيتي چارواکو په کې د زیاتو لاسته راوړنو ادعا کوله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام