کندهار کې د طالبانو نفوذي کسانو ۷ امنيتي ځواکونه وژلي

کندهار کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، نن یکشنبه مخکې له غرمې د تخته پل ولسوالۍ «ملید» سیمه کې د طالبانو ۴ نفوذي کسانو خپل ۷ نور پولیس ملګري په مرمیو ویشتلي او دوی تښتېدلي دي.

د سرچینې په وینا، د طالبانو نفوذي کسانو وسلې او مهمات ځان سره نامعلوم لوري ته وړي دي.

تراوسه پورې د کندهار امنیه قومندانۍ او وسله‌والو طالبانو دې برخه کې نظر نه دی ورکړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام