په پښتون کوټ کې ۵ کلي د وسله والو طالبانو په ولکه کې شوه

راپورونه وايي، چې د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ ۵ کلي د وسله والو طالبانو لاس ته سقوط وکړ.

همدارنګه داسې هم ویل کيږي، چې له جګړې وروسته د خلکو د پاڅون ځينې سرتيري هم په کې وژل شوي او ټپیان دي.

وروسته له ۶ ورځو جګړو څخه وسله والو طالبانو په پښتون کوټ ولسوالۍ کې، قیرق ییګیت، کله شاخ، په ګليم باف سيمه کې ۱۲ ایماق کلی او شاوخوا نور کلي يې د خلکو د پاڅون کوونکو ځواکونو نيولي دي.

د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوال عبدالقدير قادري د دغې پېښې د منلو ترڅنګ وايي، چې وروسته له شپږو ورځو جګړو څخه په دغه ولسوالۍ کې د خلکو د پاڅون قومندان امان الله ټپی شوی او د خپلو پلويانو سره يو ځای په "سر حوض" سيمه کې يې شا تګ کړی.

همدارنګه هغه زیاتوي، چې د ګليم باف سيمه په شپړه توګه د وسله والو طالبانو لاس ته سقوط کړی او اوسمهال د سرحوض سيمي شاوخوا درنه جګړه روانه ده.

نوموړی خبرداری ورکوي، که چېرې ژر تر ژره دولت د دغو سيمو د بېرته نيولو په هکله جدي اقدام و نه کړي، نو د غورماچ ناورین به یو ځل بیا تکرار شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام