
په غور ولایت کې د ملي اردو سرتېرو څلور ترافیکان ډبولي دي.
پېښه تېره ورځ ناوخته د دې ولایت د فیروزکوه ښار په منار څلور لار کې رامنځته شوې ده.
عیني شاهدان وايي، نښته وروسته له هغې رامنځته شوه، چې ملي اردو د ترافیکي څراغ اشارې ته پام ونه کړ.
د غور ولایت د ترافیکو مدیر یاقوت شاه پېښه تاییدوي او وايي، چې دوی د ملي اردو یو موټر د ترافیکو له قانون نه د سرغړاوي له امله ودرولو؛ خو له څو شېبو وروسته د ملي اردو سرتېرو ډزې وکړې.
د یاقوت شاه په خبره، په دې نښته کې دوه ترافیک د چړې د ګوزار په پایله کې ټپیان شوي او دوه نور یې سخت وهل شوي دي.
په دې اړه مو غور کې د ملي اردو د مسوولو کسانو د نظر اخیستلو هڅه وکړه، خو له خبرو کولو یې ډډه وکړله.





