د هرات دیني عالمان: لویدیځ د ترهګرۍ او سخت دریځۍ ترویج سرچېنه ده

د هرات ولایت ځېنې دیني عالمانو "ترهګرۍ او افراطیت د سلامي نړۍ او افغانستان له پاره لویه ننګونه ده" تر سرلیک لاندې غونډې کې وویل، چې مذهبي سخت دریځي هغه سیاست دی، چې لویدیځو هېوادونو په افغانستان او اسلامي نړۍ هېوادونو کې ترویج کړی دی.

دغه غونډه نن د (نومبر په ۱۹مه) نېټه د "افغانستان د اسلامي نهضت" له لورې جوړه شوې وه.

د "افغانستان د اسلامي نهضت" مشر مولوي محمد مختار مفلح وویل، چې دیني عالمان غواړي د دغو غونډو له لارې د ترهګریزو او سخت دریځو ډلو د جوړښت لامل اوسر چېنې پیدا کړي.

مفلح وايي، لویدیځه نړۍ له اسلامي وېره ترویجوي او وايي، د ترهګرۍ او افراطیت بنسټونه په واشنګټن، پاریس او لندن کې دي.

د "افغانستان د اسلامي نهضت" رهبري وايي، چې په اسلامي نړۍ کې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ دویم لامل د لویځو هېوادونو په ځانګړي ډول امریکا چې غواړي نړۍ ته اسلام د وحشت دین ور وپېژني او په دې کار سره پر اسلامي جګړو ځپلو هېوادونو خپل جګړه ییز وسایل وپلوري.

د هرات والي مرستیال اصیل الدین جامي له دغو غونډو هر کلی کوي او وايي، چې سخت دریځي په اسلام کې ځای نه لري او د اسلام دښمنان نه شي کولی، چې د داعش او دې ورته نورو ترهګریزو ډلو په جوړولو اسلام نوم بدی کړي.

د دغه ولایت بل دیني عالم مولوی علي توکلي وايي، افراطیت اوسمهال د ټولنې په وجود کې په چټکتیا سره ځای خپل کړی دی او دغه سخت دریځي کورني او بهرني عوامل لري.

د ده په خبره جهل او ناداني بل عامل دی، چې د افراطیت نفوذ له پاره یې لاره پرانیستلې ده.

افراطیت په اسلامي نړۍ هېوادونو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د پرختیا په حال کې دی؛ د طالب او داعش په شان ترهګریزې ډلې خپلو لیکو ته د ځوانانو په جلب او جذب کې د سختې سیالۍ په حال کې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام