
د هلمند د ولایتي شورا غړي وايي، چې په دغه ولایت کې د کجکي برېښنا بند کارونه په ټپه ولاړ دي او د دوی هغه هیلې، چې له دې بند نه یې لرلې، نه پوره کېدونکې دي.
د دوی پر وینا، د دغې سترې پروژې کارونه درې میاشتې مخکې هغه وخت په ټپه ودرېدل، چې په هلمند کې امنیتي حالات ورځ تربلې ترینګلي کېدل او مرکزي دولت د حالاتو کابو کولو له پاره پاملرنه ونه کړه.
د هلمند د ولایتي شورا رییس محمد کریم اتل وايي، د کجکي برېښنا پروژې چارې یو ځل بیا په ټپه ولاړې دي.
ده وویل، له یوې خوا روانې ناامنۍ او له بلې خوا د مسوولانو نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې د دې پروژې رغنیز کارونه له خنډ سره مخ شي.
د اتل پر وینا، د دې بند د روغونې له پاره بیاځلي ۳۰۰ میلیونه امریکايي ډالره ځانګړي شوي وو، خو د هلمند د ناسم امنیتي حالت له امله تر اوسه پورې بهرني انجینیران او نبصېدونکی درېیم توربین نه دی رارسېدلی.
ده د برېښنا بند د درېدلو په چارو کې د خنډ لامل یو شمېر کړۍ یادې کړې، خو په مشخص ډول یې د چا نوم وانخیست.
د ولایتي شورا مرستیال او د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالمجید اخندزاده، هم له ناامنیو شکایت کوي او وايي، چې کجکي ولسوالۍ ته د دې بند درېيم توربین د نصبېدلو له پاره ځېنې توکي وروړل شوي، خو دا کار د ناامنیو او لویو لارو د بندېدلو له امله نه دي ترسره شوي.
اخندزاده وايي، که چېرې افغان حکومت ورته دغه توکي ونه رسوي او د سیمې امنیتي حالات کابو نه کړي؛ د دې امکان شته، چې په کجکي برېښنا بند پورې ټولې تړلې هیلې له خاورو سره خاورې شي.
د اخندزاده پر وینا، که چېرې د دې توربین د نصبېدلو مخې ته پرتې ستونزې لرې شي؛ د برېښنا ظرفیت به څو برابر لوړ شي او سوداګر به په ډاډه زړه له برېښنا نه په ګټې اخیستنې سره خپله پانګه په دې ولایت کې ولګوي.
خو د برېښنا مسوولان د دوی دا ادعا ردوي او وايي، چې د دې پروژې ۳۰ سلنه کارونه بشپړ شوي او لا هم دوام لري.
د هلمند د برېښنا رییس انجینیر نصرالله قانع سلام وطندار ته وویل، چې د انجینیرانو د تبدیل او تغیر یوه ستونزه راپيدا کړې وه او هغه هم اوس حل شوې ده.
د قانې پر وینا، که حکومت د کجکي برېښنا بند د رغولو په مخ کې موجودې ستونزې حل کړي، نو د برېښنا بند اړوند چارې به ډېرې ژر حل شي.
ده وویل، چې امنیتي ستونزې شته، خو د دوی کارونه یې په ټپه نه دي درولي، بلکې ورځ تر بلې چټکېږي.
په ورته وخت کې د کندهار د برېښنا شرکت تجارتي مرستیال امان الله فاروقي وايي، ناامنیو د دوی د کارونو پر وړاندې هیڅ خنډ نه دی جوړ کړی.
ده وویل، چې د درېیم توربین د نصبولو چارې د پخوا په څېر په عادي توګه پر مخ روانې دي.
فاروقي وايي، اوس هم شاوخوا ۱۶۰ تنه کارکوونکي د اړوند قرادادي شرکت له خوا په کجکي بند کې د درېیم توربین په لګولو لګیا دي.
فاروقي زیاتوي، چې په هلمند کې د برېښنا د عوایدو ډېره برخه پیسې د سله والو طالبانو جېب ته ځي.
د هلمند د برېښنا ریاست یو مسوول، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، سلام وطندار ته وویل، چې د لښکرګاه ښار درې برابره برېښنا یوازې د هلمند شمالي ولسوالیو ته چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي ورغځول شوې او د برېښنا عواید یې هم د طالبانو لاسته ورځي.
د ده په باور، چې اوسمهال په کجکي بند کې دوه توربینونه فعال دي، خو که د اوبو کچه ډېره شي؛ ۳۲ مېګاواټه برېښنا تولیدولی شي.
د معلوماتو له مخې د دغې برېښنا ۱۲ مېګاواټه کندهار، ۵ مېګاواټه هلمند او پاتې ۱۵ مېګاواټه برېښنا سنګین، زمینداور، کجکي او سروان کلا ته، چې د طالبانو له نفوذه ډکې سیمې دي انتقالېږي او له همدې لارې په میلیونونو عواید لاسته راوړي.
هلمندیان وايي، چې وروستیو ناامنیو د کجکي د برېښنا بند په شان د ډېرو رغنیزو پروژو کارونه په ټپه درولي او تر څنګ یې ډېرو سوداګرو خپلې پیسې له بانکونو ویستلي دي او خپل کورونه یې د دې ولایت مرکز لښکرګاه نه کابل او د پاکستان کوټې ښار ته لېږدولي دي.





