
د کندهار د سوداګرۍ خوني مسولان وايي، د پروسږ کال په پرتله، سږ کال د وچې او لندې مېوې صادرات یودېرش سلنه لوړ شوي دي.
دوی هیله لري، چې دغه کچه تر ۴۵ سلنې پورې لوړه شي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسول نصرالله زهیر سلام وطندار ته وویل، چې په دې لړ کې یواځې د انځرو د صادر شوو کچه ۲۰ زرو ټنو ته رسېږي او د کال تر پایه به پاکستان، هندوستان، دوبۍ، جرمني، متحده عربي امارات، انګلیستان او د نورو هېوادونو پرمختللو مارکیټونو ته لار پیدا کړي.
د زهیر په قول، سږ کال يې د لندې او وچې مېوې د صادراتو پر بنسټ، کندهاري سوداګرو تر ۵ سوو زرو امریکایي ډالرو زیات عواید ترلاسه کړي دي.
د کندهار د وچې مېوې په مارکېټ کي یو تن سوداګر هم سږ کال د انځرو له بازاره خوښ دی.
د کندهار یو تن سوداګر ظاهر خان وايي، چې په بازار کې دوه ډوله اینځر شته، چې د تورو انځرو په پرتله ژېړ اینځر ښه بازار لري.
ظاهر خان وايي، که چېري د دولت له خوا د انځرو د بسته بندۍ تر څنګ، مېوه پر وخت نړیوالو بازارونو ته ورسول شي؛ نو ګټه او حاصلات به یې هر کال له بل کال څخه زیات وي.
د ده پر خبره، ناامني، ویجاړ سړکونه او د سړو خونو نشتوالی يې ستره ستونزه ده، چې د صادراتو پر وړاندې لوی خنډونه جوړوي.
د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد او د کرنې ریاست مشاور عتیق الله خان هم دغه خبره کوي او وايي، د مېوو حاصلاتو ته د وړ بازار په پیداکولو کې د بهرنیو موسېسو او دولت مرسته اړینه ده.
عتیق الله خان سلام وطندار ته د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کي وویل، چې ځېنو موسېسو یواځې د انځرو د نیالګیو مرسته کړې، چې دا دومره مهمه نه ده، ځکه چې کروندګر له دې بوچه وتلی شي، خو په مسلکي توګه د انځرو په راټولولو، وچولو، بسته بندۍ او مارکېټ ته پر وخت د انځرو د رسولو له ستونزې سره مخ دي.
په کندهار ولایت کې د انځرو باغ لرونکي هم وايي، له دوی سره د اړتیا وړ مرسته نه ده شوې، خو د نورو د مرستې د نشتوالي له امله د لاس تر زنې کېناستلو پر ځای يې له خپلو امکاناتو نه کار اخیستی او د انځرو ښه حاصلات يې تر بازاره رسولي دي.
اوسمهال په کندهار کې یو کیلو انځر په ۵۰۰ افغان پلورل کېږي.
د ګل محمد په نامه یو تن د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د باختو سیمې د انځرو باغ لرونکی، چې کندهار ښار ته يې یوه اندازه وچ انځر راوړي؛ وايي، د دوی په کلي کې نه د انځر وچولو کومه اتحادیه شته، نه ورسره کومې موسسې او د کرنې ریاست مرسته کړې ده. خو پر خبره یې، بیا هم توانېدلی دی، چې د خپلې کورنۍ په همکارۍ د انځرو له باغونو څخه د قناعت وړ حاصلات راټول کړي.
کندهاري کروندګر له دولت نه غواړي، چې د انځرو د کرکیلې او پالنې په برخه کې ورسره مسلکي مرستې وکړي.

په ورته وخت کې عتیق الله خان دا هم وايي، چې په کندهار کې دوه ډوله انځر مشهور دي، چې یو يې تور او بل يې ژېړ دي، چې ژېړ یې د تورو په پرتله د انتقال او سوداګرۍ وړ دي، خو تور هغه ډېر نازک او باید تازه وخوړل سي.
د ده په باور، له زیات یخ او زیاتې ګرمۍ څخه باید وساتل شي.
نوموړی له باغ لرونکو غواړي، چې د انځرو ونې د مسلکي کسانو په لارښوونه دواپاشي او له خپل سرو درملو څخه ډډه وکړي.
د کندهار د سوداګرۍ خوني مسولان وايي، چې په نړيوالو مارکېټونو کې د کندهار ولایت له شاه ولیکوټ څخه تر روزګان ولایت پورې او د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ انځر ډېر مینه وال لري او انځر یې په ښه بیه پلورل کېږي.
د دوی په قول، د یادو سیمو اینځر ځکه خوندور او ښه رنګ لري، چې دغه سیمي یخي او ښې اوبه لري.
ویل کېږي، چې پاکستان ته صادر شوي انځر بيا تر سم پېکينګ وروسته د هماغه هېواد په نوم نورو هېوادونو ته وړل کيږي.
په خصوصي سکتور کې د زیاتې پانګونې سره – سره د کندهار د اوسېدونکو اقتصادي تکیه بیا هم پر زراعتي پیداوارو باندې ده، چې د ښو حاصلاتو په صورت کې يې اقتصادي اغېز د ټولو له پاره وي.





