په غور کې داسې کورنۍ نیول شوې، چې ټول غړي يې داعشیان دي

د لومړي ځل له‌پاره په افغانستان کې داسې کورنۍ نیول کيږي، چې له وړو تر زړو پورې ټول يې له داعش وسله‌والو سره اړیکې لري.

افغان امنیتي چارواکي وايي، چې د دغې کورنۍ په غړو کې یوه ماشومه هم شامله ده.

د دغې کورنۍ نیمايي غړي د قزاقستان هېواد څخه دي او نیمايي نور يې د پاکستان پورې اړه لري.

راپورونه وايي، د دغه کورنۍ غړي کله چې غوښتل د غور ولایت مرغاب سیمې ته سفر وکړي د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

د دغه ولایت د پولیسو قوماندان غلام مصطفی محسني سلام‌وطندار ته وویل، چې په یاده کورنۍ کې، یوه ماشومه، یو نارینه او دوې ښځې شاملې دي.

د غور امنیه قوماندان وايي، چې د نیول کېدو پرمهال د دغې کورنۍ له غړو سره د داعش تبلیغاتي وسایل، ۴۶ زره پاکستاني کلدارې او مخابرې هم موجودې وې.

یاده دې وي، له‌دې وړاندې هم د ولایتي شورا ځينو غړو ادعا کړې وه، چې د افغانستان له سویل او سویل‌غربي ولایتونو څخه د کډوالو په جامه کې داعش وسله‌وال د فیروزکوه شمال کې ځانونه ځای پرځای کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام