
د سولې په اړه د افغانستان د خلکو د خبرو چلوونکې کمېټه په اسلام اباد کې د څلور اړخیزې غونډې هرکلی کوي.
په پام کې ده، چې په راتلونکي دوشنبې ورځ د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين هېوادونو ترمنځ په اسلام کې د څلور اړخیزو خبرو اترو لومړنۍ غونډه ترسره شي.
دغې کمیټې نن (شنبې) په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د سولې په اړه خبرو کې باید وسله والو ته اوربند د لومړنیتوب په توګه وړاندې شي.
د سولې په برخه کې د حکومت روښانه تګلارې نشتوالی او د سولې په برخه کې د ولس سره نظر نه شریکول د دې لامل شول، چې په تېرو پنځو کلنو کې دغه بهیر له ناکامۍ سره مخ شي.
د سولې په اړه د افغانستان د خلکو خبرو چلوونکې د کمېټې غړی غلام علي بریال وویل، تمه کېږي، چې د سولې هر ډول بهیر کې د افغان حکومت له خوا د خلکو ګډون ته پاملرنه وشي او په دې برخه کې لازم وړاندیزونه وړاندې شي.

د ده پر وینا، د سولې په منشور کې باید داسې تعریف په نظر کې ونیول شي، چې د جنګیالیو هیله مندي، بېرته راستنېدل او جذبول، په یو اوږدمهال او سوله ییز چاپېریال کې تضمین کړي.
دغه راز، د افغانستان د ځوانانو د ټولنیزې همغږۍ مرکز استازو نن په کابل کې د یوې غونډې په کولو سره وویل، چې د سولې په عالي شورا کې دې داسې کسان وګومارل شي؛ چې ولس ته ټول منلي وي.
دوی همدا راز وايي، چې حکومت دې یو ولایت د سولې په نوم اعلان کړي او په هغه ولایت کې دې د ښکېلو لورو ترمنځ منځګړیتوب وشي.
د ځوانانو د همغږۍ بنسټ مشر عبدالو دود افغان وویل، چې سوله دې د ملي، اسلامي او نړیوالو منل شویو معیارونو په چوکاټ کې د بشر، عدالت او بنسټیزې پرمختیا په توګه ومنل شي.
دغه کمېټه د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په ګډون د ۱۱ مدني بنسټونو څخه جوړه شوې، چې په ۳۲ ولایتونو کې یې له ۶۰۰۰ وګړو سره د سولې په اړه مخامخ نظرونه اخیستي.
دوی وايي، چې دغه چمتو شوی راپور یې حکومت ته سپارلی او د سولې په بهیر کې د مدني ټولنو استازو پر ګډون ټيڼګار شوی دی.





