حمدالله محب: دښمن دې پوه شي چې د یو اېنچ خاورې دفاع کوو

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دا څرګندونې ختیځو ولایتونو ته د خپل سفر په دوام کونړ کې له ولسي وګړیو سره په یوې غونډې کې کړې دي.

هغه د پاکستانیو ځواکونو وروستیو راکیټي بریدونو ته په اشارې ویلي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ او دا خاوره د ترهګریزو فعالیتونو مرکز وګرځوي.

حمدالله محب وايي، د پاکستانیو راویشتونکو راکېټونو ځواب به ورکړي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دا سفر له هغه وروسته کوي چې همدا تېره اوونۍ پاکستانیو ځواکونو د کونړ په سرکاڼو او اسداباد کې په خپلو راکېټي بریدونو لږترلږه اته ملکي وګړي ووژل او له لسو ډېر یې ژوبل کړل.

حمدالله محب ختیځو ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال نن سې‌شنبه د کونړ په سرکاڼو کې هغه کور ته هم ورغلی چې د پاکستان په راکېټي بریدونو کې یې غړيو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

هغه له ولسي وګړیو سره په خبرو کې د پاکستانیو ملېشو بریدونو ته په اشارې وویل، هېڅ راکېټي برید به بې‌ځوابه نه پرېږدي او په وینا یې، دښمن به پرېنږدي چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په مرسته افغان خاوره کې پوستې او نور تاسیسات جوړ کړي.

نوموړي پر کونړ راکېټي بریدونه د افغان خاورې د نیولو بهانه وګڼله او زیاته یې کړه، دښمن غواړي چې په دې کار سره ولسي وګړي له سیمې ووځي او دوی خپلو موخو ته ورسېږي.

هغه وویل، کوښښ کېږي چې د دغو راکېټي بریدونو په کولو سره خلک له خپلو مېنو وکوچوي، پوستې جوړې او دلته ترهګرو ډلو ته خوندي ځایونه جوړ کړي.

حمدالله محب تېر ماښام ناوخته په ننګرهار کې یوې غونډې ته دا هم ویلي چې د ننګرهار د دوربابا په څڅوبي کنډو کې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه به هم له منځه یوسي.

تر اوسه پاکستان د حمدالله محب د تازه څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي.

هغه همدا راز په ننګرهار کې د جاپاني‌الاصله افغان ډاکټر تیتڅوناکامورا د وژنې په قضیه کې د پرمختګ خبره کړې او زیاته کړې یې ده، د ملي امنیت عمومي ریاست د ډاکټر ناکامورا د وژنې په تور یو کس نیولی چې اوس ترې څېړنې روانې دي. هغه ویلي، دا قضیه به په ښه ډول وڅېړل شي.

ختیځو ولایتونو، ننګرهار، کونړ او لغمان ته د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب اوسني سفر موخه د دغو ولایتونو د امنیتي حالت او سیمه‌ییزې حکومتولۍ اروزول په ګوته شوي دي.

له محب سره په دغه سفر کې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، لوی درستیز او یو شمېر نور حکومتي چارواکي ملتیا کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام