د رسنيو ځينې فعالان وايي، چې د دوی کاري ساحې پر مخ د ځينو خنډونو او ګواښونو د شتون له امله سخت اندېښمن دي.
دوی زیاتوي، چې د رسنيو فعالیتونه په تېرو ۱۴ کلونو کې تر ټولو ښه او خورا مثبت وو.
د رسنيو یو تن استازي هارون نجفي زاده په هغه غونډه کې، چې " رسنیو د کارونو پر مخ د ګواښونو او په افغانستان کې د دوی د رول" اړه جوړه شوې وه وویل، د رسنيو کاري ساحې پرمخ د خبریالانو د مسلک د نفس سره د ځينو افکارو تضاد یو تر ټولو لوی خنډ دی.
هغه وايي، چې نيوکه او د واقعيتونو اورېدل نه يواځې د افغانستان خلکو، بلکې د نړۍ ټولو اوسېدونکو ته هم ستونزمن دی.
له بل لوري په ولسي جرګه کې د ښځو چارو د کمېسيون رییسه فوزیه کوفي وايي، چې په افغانستان کې رسنۍ په دې وروستيو کلونو کې د خلکو د غږ ساتونکی پاتی شوی او د خلکو د غږ د ملاتړ په برخه کې يې د لومړي قدرت په حیث عمل کړی.
نوموړې زیاته کړه، چې رسنۍ د افغانستان سنتي او اجتماعي تلسمونه مات او د ښځو نا ویل شوې خبرې يې په واضح ډول خلکو ته ورسولې.
هغې دا هم وویل، چې په افغانستان زیات رسنۍ سیاسي دي او په ځينو مواردو کې د سیاسي کړيو په انحصار کې وي.
فوزیه کوفي د رسنيو د انحصار کېدو له امله اندېښنه وښوده.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په زابل ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۷ افغانانو د وژل کېدو له امله لاریون وشو او دغه لاریون د طلوع نیوز او اریانا نیوز له خوا په ژوندۍ بڼه خپريده، خو کله چې لاریون په تاوتریخوالي واوښت، نو د امنيتي ځواکونو له خوا يې ژوندي نشرات قطع شول.





