په زابل کې شاوخو ۲۰ تنه نور مسافر هم و تښتول شول

د افغانستان سویل کې د زابل ولایت سيمه ییز چارواکي وايي، چې شاوخوا ۲۰ تنه نور مسافر هم د قلات په ناورک سيمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول شوي دي.

د ناورک سيمه د کابل ـ کندهار پر لویه لار پرته ده.

دغه کسان غوښتل، چې د کندهار ولایت څخه غزني ته لاړ شي؛ ځينې راپورونه وايي، چې تښتول شوي مسافر هزاره توکمي دي.

د دغو تښتول شويو وګړو د عمده لامل په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسولیت منلی دی.

د زابل ولايتي شورا منشي اسدالله کاکړ وايي، چې دغو تښتول شويو کسانو شمېر له ۱۴ نه تر ۲۰ پورې رسيږي.

ګل اسلام سیال د زابل د والي ویاند سلام وطندار ته ویلي، چې دغه مسافران نن سهار (نومبر ۲۱مه) کله، چې غوښتل يې له کابل څخه کندهار ته لاړ شي، نو د نامعلومو وسله والو له لوري تښتول شوي دي.

نوموړي بیا ويلي، چې تر اوسه د مسافرانو هویت نه دی څرګند.

پټه دې پاتې نه وي، چې په تېرو شاوخوا ۱۰ میاشتو کې د تښتونې دا ۸ پېښې دي، چې د معتبرو رسنيو له لوري يې راپورونه خپريږي.

د ځينو سرچينو د معلوماتو له مخې په دغو پېښو کې ۸۳ تنه تښتول شوي چې ۲۲ تنه ترې وژل شوي، د۵  په اړه يې معلومات نشته او پاتې نور يې ازاد شوي دي.

له دغو کسانو ۱۹ تنه يې د روان کال د (غويي۲۱ مه)نېټه خوشي او د پاتې ۱۲ نورو راتلونکی نه دی معلوم.

د لړم پر ۱۷ مه نېټه له اسلامي دولت نومي ډلې سره تړلو کسانو د دوو ښځو او يوې نجلۍ په ګډون د ۷ يرغمل شويو کسانو سرونه پرې کړي وو.

چې د دوی دغه عمل د افغانستان په زیاتو ولايتونو کې د خلکو غبرګونونه را و پارول.

په کابل کې هم د دغې پېښې په غبرګون بې ساری لاریون وشو، چې وروسته بیا لاریون په تاوتریخوالي هم واوښت.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام