رباني: ملګري ملتونه باید د دولت له پلان سره سم کار وکړي

افغان دولت او ملاتړو بنسټونو يې تېره ورځ سه شنبې د (جولای په ۱۴مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نقش د څېړلو په اړه درې ورځنۍ غونډه جوړه کړه.

د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري رسنيو ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې غونډې په لومړۍ ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر صلاح الدين رباني ويلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستيال پلاوی باید خپل ټول کارونه د لېږد له لسیزې سره برابر او په منظمه توګه د افغانستان دولت سره يوځای ترسره کړي.

په ياده غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له لوري ټاکل شوي استازي نيکولاس هیسم وویل، چې ملګري ملتونه په افغانستان د خپلې ارزونې د رول څخه هر کلی کوي.

ملګري ملتونه له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې کار کوي او د عامو وګړو د ژوند د ښه کولو کې لپاره يې خورا مثبت رول لوبولی دی.

په هېواد کې د ملګرو ملتونو استازي دا هم وویل، چې په افغانستان کې د دغه سازمان ارزیابي به له دوی سره مرسته وکړي، چې د دغه سازمان تېر کارونه تر کومه بريده ګټور وو او تر کومې کچې توانېدلي، چې د خلکو ستونزو او ضرورتونو ته رسېدنه وکړي؟

د ملګرو ملتونو سازمان له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول، ټولنیز، فرهنګي، اقتصادي او د ثبات د پیاوړتيا له پاره په شدت کار کوي.

په وروستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په مرسته وکولی شو، چې د ۱۳۹۳ م ل کال ولسمشریزو ټاکنو کړکېچ ښه مديريت او بالاخره د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ جوړ جاړي کولو وروسته ورته د پای ټکی کېږدي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام