د غزني پر مرکزي زندان باندې د طالبانو سازمان شوی برید

دغه برید تېره شپه (یکشنبه) د طالبانو له خوا د غزني ولایت پر مرکزي زندان شوی، چې په پایله کې یې ۳۵۲ زندانیان خوشې شوي دي. دغه برید د شپې یوولس بجې وروسته له هغې وشو، چې په نظامي جامو او موټرو کې ۶ طالبان زندان ته ورننوتل.

طالبانو له امنیتي ځواکونو سره له یو څه جګړې وروسته وکولی شول، چې د راکټ او ډزو په واسطه په مخ کې پراته خنډونه لېرې کړي او په بشپړه توګه زندان په خپل ولکه کې واخلي. وروسته له هغې طالبانو له زندانیان وغوښتل، چې زندان پرېږدي او ووځي.

د غزني ولایت د روغتون د رییس پر وینا، په دغه برید کې ۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي. همدارنګه د نښتې په پيل کې ۴ تنه زندانیان هم ټپيان شوي دي.

طالبانو د پېښې د مسولیت د منلو تر څنګ ویلي، چې د برید په ترڅ کې یې ۳۵۲ تنه زندانیان راخوشې کړي دي. د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي هم سلام وطندار سره په خبرو کې له زندان نه د بندیانو د تېښتې پېښه رد نه کړه، خو ویې ویل، چې له زندان نه ۱۵۲ تنه طالب زندانیان تښتول شوي دي.

وايي، چې تېره ورځ (شنبې) د ملي امنیت له خوا د غزني د مرکزي زندان نه د طالبانو ۲۰ برجسته زندانیان نامعلوم ځای ته لېږدول شوي وو. داسې ګومان شته، چې ملي امنیت د طالبانو له خوا پر دغه زندان باندې د برید په اړه له پخوا نه خبر و.

د غزني ولایتي شورا مشر خالقداد اکبري سلام وطندار ته وویل، چې د پوښتنو او ګومانونو په اړه به د ولایتي شورا یوه پلای جوړ شي او د زندان له دروازه وانانو او د عدلي او قضايي دیوان له غړو نه به په دې اړه تحقیقات وکړي.

په تېر کې هم طالبانو دغه ډول بریدونه کړي دي. په ۱۳۸۷ لمریز کال د جوزا په ۲۴مه طالبانو د کندهار پر مرکزي زندان برید کړی و او نېږدې ۱۰۰۰ زندانیان یې تښتولي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام