اجرایوي رییس: د ښې حکومتولۍ په برخه کې پاتې راغلي یو

د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، حکومت د هېوادوالو د امنیت په ټینګښت او د ښې حکومتولۍ په برخه کې پاتې راغلی دی.

عبدالله په کابل کې وروستیو اعتراضونو ته په اشارې سره وویل، د امنیت ټینګښت د امنیتي بنسټونو دنده ده او زیاته یې کړه، د وطنوالو د غوښتنې سره سم امنیت نیول شوی نه دی او دا د خلکو حق دی، چې غوصه شي او اعتراض وکړي.

اجرایوي رییس وايي، له ولسمشر سره یې په جدي موضوعاتو، سیاسي او امنیتي حالاتو خبرې پيل کړي دي.

نوموړي وویل، په اعتراض کوونکو ګولۍ ویشتل نه بښونکی عمل دی او د عاملینو د پېژندلو او هغوی ته د سزا ورکول غوښتنه یې وکړه.

عبدالله عبدالله وايي، په موجوده حالت کې د حکومت او یو شمېر سیاسي اشخاصو واټن په تېرو ۱۵ کلونو کې بې مخینې دی او د دې واټن د له منځه وړلو له پاره هڅې پیل شوي دي.

د اجرایوي رییس یو شمېر هغو وزیرانو ته چې په کابل کې دې او له موجه عذر پرته د وزیرانو په شورا کې ګډون نه کوي خبرداری ورکړ، چې له دغو وزیرانو سره به په جدي چلند کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام