د فراه دویم تعقیب: طالبان د ولایتي ودانۍ، امنیې قوماندانۍ او مرکزي زندان سقوطولو هڅه کوي

انځور له ټولنیزو رسنیو

د فراه اوسېدونکي وايي، طالبان د والي دفتر ته په یو کیلومترۍ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه لګیا دي.

د ځايي اوسېدونکیو په وینا، طالبانو د فراه ملي امنیت ریاست نیول شویو برخو ته اور ورته کړی‌دی.

دا اوسېدونکي وايي، طالبان غواړي، ولایت مقام، امنیه قومانداني او مرکزي زندان سقوط کړي.

د فراه اوسېدونکی همدارنګه وايي، طالبانو په نیول شویو ځایونو کې د تالاشۍ پوستې جوړې کړې او د خلکو پېژندپاڼې پلټي چې د ټاکنو له‌پاره د نوم‌لیکنې سټېکرې پرې نه وي لګېدلی.

دا اوسېدونکي زیاتوي چې تر اوسه د جګړو ځایونو ته له څوو هالیکوپټرو پرته هېڅ امنیتي ځواکونه نه‌دي ورغلي.

ورته وخت کې د فراه مدني فعال جاوید تابش وايي، تراوسه دغه ولایت کې هېڅ مرستندویه ځواکونه ورسېدلي نه دي او په ولایت کې مېشت امنیتي ځواکونه قرباني کېږي.

انځور له ټولنیزو رسنیو

هغه زیاتوي، طالبان هڅه کوي ځانونه د ولایت مقام ودانۍ او د فراه ولایت امنیې قوماندانۍ ته ورسوي.

په همدې حال کې د فراه ولایتي شورا غړي جمیلې امیني سلام‌وطندار ته وویل، طالبانو د فراه ښار ته نږدې د پخواني فرقه او فاغ نو سیمه نیولې دي.

هغه د طالبانو له لوري د ملي امنیت ریاست نیول ردوي او وايي، د پخواني فرقې په سیمه کې جګړه روانه ده.

د ولایتي شورا دغه غړی وايي، تراوسه ولایت ته هېڅ مرستندویه ځواکونه نه‌دي رسېدليرسېدلي او خبرداری ورکوري، که تازه‌دمي ځواکونه ونه لېږل شي؛ فراه ولایت به په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ورشي.

دا زیاتوي، کومې سیمې چې طالبانو نیولي دي؛ هلته یې د خلکو په ځورولو لاس پورې کړی‌دی.

د فراه ولایتي شورا رییس فرید بختاور سلام‌وطندار ته وویل، طالبانو د فراه ښار عسکر‌اباد سیمه کې ځانمرګی برید کړی دی او په پایله کې یې ۱۸ سرتېري وژل شو دي​

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د فراه ښار ځېنې برخې یې نیولي دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام