
د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ نن یک شنبه(جون ۱۲مه) د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویانو سره ګډې خبري غونډې ته وویل، چې حکومت پریکړه کړې وروسته له دې امنیتي ځواکونه د طالبانو مالي سرچیني له منځه یوسي.
د غورځنګ پر وینا، اوسهمال وسله وال طالبان د کانونو عوایدو، عشر او زکات، د کوکنارو او نشه يي توکو له قاچاقو تمویلیږي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا په داسې حال کې د وسله والو طالبانو د مالي سرچينو د له منځه وړلو خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې يوه نړيوال څيړنيز بنسټ ګلوبل ویټنس په خپلې يوې نوې څېړنېز راپور کې ليکلي و، چې د بدخشان د کانونو پر سر د اقتصادي مافيا سيالۍ، نامتجانس ايتلاف رامنځته کړى، چې ان په ځينو مواردو کې يې وسله وال طالبان، د جمعيت اسلامي ګوند سيمه ييز قومندانان او د دولت ځينې لوړپوړي چارواکي د یوې لارې ملګري کړي.

د ګلوبل ویټنس د څېړنو له مخې د کانونو کنټرول پرسر د وسله والو ډلو سیالي، وسله وال طالبان يې بدخشان ته ورمات کړي او اوس په دغه ولایت کې د لاجوردو لويه سهم لرونکې ډله ده.
ګلوبل ويتنس راپور کې د افغانستان ملي دفاع پخواني وزير بسم الله محمدي نه د داسې یو کس په توګه يادونه شوې چې د "کران و منجان" پر کان د عبدالملک غیر قانوني کان ویستونکي سیمه ییز قوماندان له تسلط نه ملاتړ کوي او ان د لاجوردو سوداګرۍ کې لاس لري.
یاد څېړنیز بنسټ موندنو د افغانستان حکومت ددې لويې لوبې لوى بايلونکى پېژندلى، چې لږ ترلږه په تېره نږدې يوه لسيزه کې يې ١٠٠ ميليونه ډالر زيان کړى دى.
دوی ویلي و، چې د افغانستان د کانونو له ناقانونه استخراج نه ترلاسه کېدونکې پيسې، تر نشه يي توکو وروسته د افغان دولت د وسله والو مخالفينو د تمويل دويمه ستره سرچينه ده.
غورځنګ زیاته کړه، د ملي امنیت شورا په هیواد کې د یرغمل نیونې مهار کولو له پاره کړنلاره تر لاس لاندې لري، چې په تایید سره به یې د یرغمل نیونې پیښو مخنیوی وشي.
دغه راز، د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل، چې هوايي ځواکونه د طالبانو ځپلو توان لري او دغو ځواکونو په تیره یوه اونۍ کې ۶۲۲ اکمالاتي او جنګي عملیات ترسره کړي.
د وزیري پروینا، امنیتي ځواکونو سره داسې الوتکې شته، چې له لرې واټنه د عملیاتو لارښوونه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان دفاع وزارت (pc12) الوتکې لري، چې په هوا کې دریږي د عملیاتو سیمه په نښه کوي.
وزیري وویل:" موږ کولی شو په کابل کې د هلمند شپنیو عملیاتو سیمه وګورو او له کابله لارښوونه ورته وکړو."
دولت وزیري زیاته کړه، په پوځي عملیاتو کې طالبان په هلمند، ارزګان او کندوز ولایتونو کې له ماتې سره مخ شوي او ددې ډلې زیات شمیر قوماندانان وژل او ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي غونډې ته وویل، چې امنیتي ځواکونه په هلمند او کندز ولایتونو کې هره ورځ عملیات کوي او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړوي.





