طالبانو د غزني پر جاغوري ولسوالۍ برید کړی

د غزني ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړې ده چې اوس هم د ګیلان ولسوالۍ سره په پوله د جاغوري ولسوالۍ پر پوستو د طالبانو بریدونه روان دي. د دوی په خبره، طالبانو له بېګا راهیسې د غزني په جاغوري ولسوالۍ برید پيل کړی چې ۳ سرتېرې یې وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي.

خبرپاڼه لیکي، د طالبانو په‌دې برید کې د جاغوري د محلي پولیسو قوماندان حبیب‌الله ټپي شوی‌دی.

په خبرپاڼې کې د طالبانو او ملکيانو د مرګ‌وژبلې په اړه بې‌خبري ښودل شوې‌ده.

په ورته وخت کې دغزني ولایتي شورا غړي خالق‌داد اکبري بیا سلام وطندار ته وویل چې د طالبانو له لوري پر حوتقول، علف زار او داوود سیمو بریدونه چې په داوود سیمه کې یې پرمختګ کړی او په دوو نورو سیمو پر شاتنبول شوي‌دي.

د جاغوري ولسوال ظفر شریف هم وایي، طالبانو د خلکو کورونو کې مورچې نیولې او یو شمېر محلي ځواکونه یې وژلي.

د غزني د والي ویاند احمدخان سیرت هم وایي سیمې ته ځواکونه لېږل شوي؛ خو د خلکو په کورنو کې د طالبانو پټېدو د امنیتي ځواکونو عملیات ستونزمن کړي‌دي.

طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام