د لوګر ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د پخوا په پرتله د دې ولایت کرودنګرو د هندواڼو کرلو ته ډېره پاملرنه کړې ده.
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس انجنیر همایون عمرسلام وطندار ته وویل، چې د دې ولایت ازرې، برکي برک، خوښۍ، څرخ او محمداغې ولسوالیو کې د کرنې ریاست د کارکوونکو په هڅو سره د یادو ولسوالیو بزګران د نورو سبزیو او میوو تر څنګ د هندواڼو کرلو ته هڅه ول شوي دي.
عمر زیاته کړه، چې پخوا به کروندګرو یواځې د خپلې اړتیا په اندازه پالیزونه کرل او اوس د یاد ریاست په هڅو او د عامه پوهاوي له امله د خپلې ټولنې د اړتیاوو په پوره کولو او په نظر کې نیولو سره ډول ډول سبزۍ، مېوې او هندواڼې کري.
د یاد ولایت د کرنې رییس وايي، چې په دې برخه کې کروندګرو ته ځانګړې روزنه ورکړل شوې ده او په اقتصادي برخه کې هم په دې پوه شوي دي، چې د هندواڼو کرکیله له اقتصادي اړخه هم ورته ګټې لري.
عمر سلام وطندار ته دا هم وویل، چې په راتلونکي کې د نباتاتو د ښې کرنې او حاصلاتو د ښه والي په برخه کې به بزګرانو ته بېلا بېل ګټور ورکشابونه هم جوړ کړي.
هندواڼې هغه نباتات دي، چې د هر کال د ثور میاشتې په لومړیو کې کرل کیږي او زیات اوبو خور او تودوخې ته اړتیا لري.
د هندواڼو حاصلات په ټولیزه توکه د سنبلې او میزان په میاشت کې پخیږي، او په یو جریب ځمکه کې ټولټال یو کیلو ګرام تخم شیندل کیږي.
د کرنیزو چارو پوهان بیا په دې باور دي، چې دغه نباتات په کم لګښت د نورو نباتاتو په پرتله ښه حصلات ورکوي.
د کرنیزو چارو پوه سردار محمد سلام وطندار ته وویل، چې هندواڼې د هغو نباتاتو له ډلې دي، چې ډېر اوبو خور، تودوخې او کمې پالنې ته اړتیا لري.
په دغه ولایت کې د للمي هندواڼو په پرتله اوي هندواڼې زیاتې کرل کیږي.
هندواڼې هغه نباتات دي، چې د هر کال د ثور میاشتې په لومړیو کې کرل کیږي او زیات اوبو خور او تودوخې ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې د ازرې ولسوالۍ یو بزګر حاجي میرویس سلام وطندار ته وویل، د ازرې په ولسوالۍ کې د نورو سبزیو ترڅنګ هندواڼې ښه حاصلات ورکوي؛ خو دی وايي چې د هندواڼو دکرکیلې په اړه مناسب پوهاوی نه لري.
دغه بزګر د کرنې له ریاست غواړي، چې په دې برخه کې لا زیاته روزنه ورکړي.
عبیدالله یو بل کروند ګر دی، نوموړی له تېرو ۵ کلونو راهیسې د هندواڼو کاروبار کوي، ده له سلام طندار سره په خبرو کې وویل، چې کله هم له پاکستانه مېوې راوړې. او کله چې د خپل هېواد حاصلات یې پاخه شي ښار ته یې وړاندې کوي او ډېره ګټه په لاس ورځي.
یو شمېر هټیوال د ماليې او کرایو له لوړوېدو شکایت کوي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې دې د سوداګرو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
محمد نبي د لوګر د سبزۍ په مارکیټ کې د هندواڼو یو تن هټیوال دی نوموړي سلام وطندار ته په خبرو کې وویل، په لاسي کراچیو کې له خپل زوی سره یو ځای هندواڼۍ پلوري او په دې برخه کې له خپل کار خوښ ښکاري.





