.jpg)
د حکومت یوې معتبرې باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د افغانستان او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي امنیتي هوکړه لیک د ګټې د ارزولو له پاره کابل ته راځي.
سرچینې وویل، چې جان کري به په دې اړه په یو ګډ کمېسیون کې له افغان حکومت سره د امنیتي هوکړه لیک په ګتو خبرې وکړي.
په دې غونډه کې به د امنیتي هوکړه لیک د یو کال په لاسته راوړنو بحث او خبرې وشي او مشخصه به شي، چې په کومه برخه کې د هوکړه لیک کوم مواد عملي شوي دي او عملي شوې برخې تر کومه حده ګټورې وې.
دغې سرچینې سلام وطندار ته وویل، چې په دې ګډ کمېسیون کې درېیو ټاکل شویو کمېټو د امنیت، ښې حکومتولۍ او د بشر حقونو په برخه کې کار کړی دی؛ پایلې او څېړنې به یې د ملي یووالي حکومت مشرانو او جان کري ته وړاندې کړي.
سرچینه وايي، د هوکړه لیک له مخې باید هر کال د دواړو هېوادونو تر منځ د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه غونډه جوړه شي.
دغه حکومتي سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې وه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څو میاشتې مخکې په دې اړه کابل ته راغلی وی، خو د امنیتي دلایلو له امله یې راتګ وځنډیده.





