تخار کې د کډوالو نږدې ۲۰۰ کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د تالقانو ښار ته نږدې یوې هدیرې کې لسګونو کورنیو په‌دې پار خېمې وهلې دي.دوی هغه بې‌ځایه شوې کورنۍ دي چې تېرو څوو ورځو کې د ناامنیو زیاتېدو په دلیل له دښت‌کلا ولسوالۍ څخه د تخار مرکز تالقانو ښار ته کډه شوي‌دي.

د کډوالو له خېمې وهلو درې ورځې تېرېږي او د ورځې په تېرېدو سره د کډوالو شمېر هم زیاتېږي. دلته ۲۰۰ کورنۍ کډوالې شوې‌دي.

پري‌ګل د ۷ ماشومانو مور ده چې خپل مېړه یې څو ورځې وړانډې طالبانو سره جګړه کې له لاسه ورکړی‌دی.

هغه وايي، دښت‌کلا ولسوالۍ کې د طالبانو راکټي بریدونو له امله اړ شوې‌ده چې خپل کور خوشې کړي.

نوموړې چې د شپې له‌پاره ګرم ځای او د ماشومانو د خوندي ساتلو له‌پاره پوښاکي وسایل نه‌لري؛ له حکومتي بنسټونو غواړي، د دوی وضعیت ته پام وکړي.

تېرو دوو ورځو کې د تالقانو ښار د منډوي مشر ګلاب عطايي د یوه بل کس په همکارۍ د بې‌ځایه شویو له‌پاره ډوډۍ چمتو کړې. هغه وايي، د مرستندویو بنسټونو نه پام په دلیل یې پرېکړه کړې چې دوی سره همکاري وکړي.

د ښاغلي عطايي په وینا، تېرو درېیوو ورځو کې حکومتي مسوولان د بې‌ځایه شویو سروې له‌پاره نه‌ده ورغلي.

د تخار والي ویاند جواد هجري وايي، ځايي ادارې د هغو بې‌ځایه شویو وضعیت څېړلو له‌پاره یو پلاوی ګومارلی چې د پرلت خېمه یې وهلې.

د تخار د کډوالو ریاست مسوولان وايي، د سږ کال له پیله تراوسه پورې د دې ولایت ناامنو ولسوالیو او د کندوز دښت‌ارچي ولسوالۍ څخه ۷زره کورنۍ بې‌ځایه شوي او د تالقانو ښار بېلابېلو برخو کې ځای پرځای شوې‌دي.

د تخار د کډوالو ریاست د مسوولانو په وینا، تراوسه څه باندې ۲ زره کورنیو د دې ریاست له لوري د خوراکي توکیو او نغدي مرسته ترلاسه کړې‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام