د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د دغې جرګې مشرعبدالروف ابراهيمي وویل، چې عبدالباري جهاني ته به په راتلونکي شنبې ورځ کې د پلان تشریح کولو اجازه ورکړل شي او دده په وينا په همدغه ورځ به ټولو نوماندو وزيرانو ته د اعتماد رايې ورکولو لړۍ هم پېل شي.
نوموړي زياته کړه، چې اطلاعاتو او کلتور وزارت نوماند وزير عبدالباري جهاني ته په تابعيت اسنادو کې د ځينو ستونزو له کبله ولسي جرګې د پلانونو د تشریح کولو اجازه ور نه کړه.
نوموړي زياته کړه، د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د ښځو چارو، فواید عامې، پوهنې، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو نوماندو وزيرانو خپلو راتلونکو پلانونو په اړه ولسي جرګې ته معلومات ورکړل.
د پوهني وزارت ته نوماند وزير اسدالله حنيف بلخي وویل، چې که د وکيلانو څخه د باور رایه ترلاسه کړي، نو د هېواد د پوهنې په اډانه کې به خپل ګټور پلانونه تطبیق کړي.
نوموړي زياته کړه، چې کله دی وزير شي، نو د بې سوادۍ په برخه کې به جدي مبارزه کوي او همدارنګه د هېواد په ځينو برخو کې به د ښوونځیو له پاره ودانۍ هم جوړې کړي.
اسدالله حنیف دا هم وویل، چې د اعتماد رايې اخیستو څخه وروسته به د ښوونې وزارت په چوکاټ کې د ټولو استادانو د تدریس يو وخت کم کړي او هر ښوونکی به بیا دوه وخته درس ورکوي.
ده د پوهنې نصاب په برخه کې بیا کتنه، د ښوونکو د امتيازاتو او سر پناه له پاره هلې ځلې او نور د خپلو پروګرامونو د برخو څخه وګڼل.
د ښځو چارو وزارت ته نوماندې دلبر نظري د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالو له منځه وړلو، دوی ته په ټولنه کې د برخې ورکولو، ښځې د بې وزلۍ څخه د خلاصون او نورو برخو کې به جدي هلې ځلې کوي.
هغه وايي، د وزارت په چوکاټ کې به يوه نوې اداره رامنځ ته کړي، چې د ښځو په باب علمي څېړنې وکړي.
د فواید عامي وزارت ته نوماند محمود بلیغ هم خپلې کاري کړنلاره وړاندې کړه.
هغه وویل، چې د باور رایې تر لاسه کولو وروسته به په دغه وزارت پاتې شوي پروژې بشپړې او د نويو پروژو له پاره به نړېوالې مرستې را جلب کړي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته نوماند محمد الله بتاش د خپلو کاري پلانونو د تشریح کولو پر مهال د ولسي جرګې غړو ته وویل، چې له دوی څخه د باور رايې اخیستو څخه وروسته به د اداري فساد سره جدي مبارزه او د کورنيو پروازونو له پاره به باختر هوايي شرکت بېرته فعاله کړي.
د ويلو ده، چې تر اوسه ولسي جرګې ته ۱۶ نوماندو وزيرانو له ډلې ۱۵ وزيرانو خپلې کړنلارې د ولسي جرګې غړو ته تشریح کړي، چې تابعيت او تحصيلي اسنادو ته يې هم د تایید مهرونه لګول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د ملي دفاع وزارت ته نوماند د سترې محکمې دعالي شورا غړی، لوی څارنوال او د افغانستان بانک لوی رییس لاهم ولسي جرګې ته د رایې د ورکړې په موخه نه دي معرفي شوي.





