
د غزني ولایت د زنخان ولسوالۍ په لوله سیمه کې د شریعت غږ راډیو باندې هوايي برید شویدی. دا راډیو د طالبان له لوري یوه میاشت مخکې په اېف اېم څپه فعاله شوېوه.
د زنخان ولسوال محمدضیا یعقوبي سلام وطندار ته وویل، پهدې برید کې د راډیو د ویجاړېدلو ترڅنګ ۶ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شويدي.
طالبانو د دې راډیو له لارې ترانې او د خپلو جګړهمارانو لاستهراوړنو او ستاینې خپرولې.
طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.





