
د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د یو کان ۱۳ کاریګر وژل شوي دي.
د دې ولایت د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري سلام وطندار ته وویل، چې یوه ډله ناپېژانده وسله وال د دې ولسوالۍ په انار دره سیمه کې د "اش پشته کان" ۲۳ کاریګرو عملې پر موټر برید کوي او ۱۳ تنه کاریګر په کې وژل کېږي او ۵ تنه ټپیانیږي.
دی وايي، پېښه تېره ورځ له غرمې مخکې رامنځته شوې ده.
د تاله او برفک ولسوال وویل، ۵ تنه کاریګر په دې توانېدلي، چې له بریده ځانونه وژغوري او تېښته وکړي؛ خو دا یې ونه ویل، چې ژغورل شوي کاریګر اوس چېرته دي.
د امیري پر خبره، وژل شوي کاریګر هزاره توکمي دي او زیاتوي، چې ښايي دا کار داعش وسله والې ډلې کړی وي.
تراوسه پورې هېڅ وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی اخیستی.





