
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د دغه ولایت خانشین ولسوالۍ د سقوط خبر د ردولو ترڅنګ وايي، چې دغه ولسوالۍ سقوط نه، بلکې افغان ځواکونو يې له ځينو سیمو شا تګ کړی و.
د جمعې په شپه وسله والو طالبانو پر خانشین ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ، چې د سيمې د اوسيدونکو پر وینا، په دغه برید کې تر ۵۰ زیات افغان پولیس وژل شوي او څو نور ژوبل دي.
دوی ویلي، چې وسله والو طالبانو د خانشین ولسوالۍ ودانۍ او د دې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ هم سوځولې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن یک شنبه (جولای۳۱مه) د یوې خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته وویل، د خانشین ولسوالۍ هغه سیمې، چې تېره ورځ افغان ځواکونو پرې ايښي و بیرته نیولي دي.
هغه وویل، چې د وسله والو طالبانو د تهاجمي بریدونو د مخنیوي په ترڅ کې شاوخوا ۴ افغان پولیس وژل شوي ۹ نور ټپيان دي.

د ځواک پر وینا، په ترسره شویو عملیاتو کې تر ۲۰ زیات د دولت مخالف وسله وال هم وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
نوموړی دا نه مني، چې دغه ولسوالۍ وسله والو طالبانو د څو ساعتونو له پاره تر خپلې ولکې لاندې راوستی و.
هغه وايي، چې د خانشین ولسوالۍ سقوط نه وو کړی، بلکې په همغه سیمه کې افغان ځواکونو شاته تګ کړی و.
هغه وايي، چې د نورو سیمو د نیولو له پاره عملیات روان دي او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې.
د هملند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته وویل، چې د یادې ولسوالۍ د لا ښه امنیت په موخه افغان ځواکونو ته امر ورکړل شوی، چې ټولې سیمې د دولت وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې کړي.
هغه وايي، چې دولت دا ځلې تابیا نيولې، چې خانشین د ښه امنیت په موخه بېلابېل امنيتي پلانونه پلی کړي.
ځواک وايي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په هوايي برخه کې د افغان ځواکونو سره د ناټو ځواکونو جنګي او نورې الوتکې هم مرستې کوي.

خو د هملند د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مسوول بشیر احمد شاکر سلام وطندار ته وویل، چې تېره ورځ افغان ځواکونو له لاسه وتلې خانشین ولسوالۍ تېره شپه بېرته افغان امنیتي ځواکونو نیولې ده.
هغه وايي، چې د دې ولایت په یو شمېر نورو جنوبي او شمالي ولسوالیو کې امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی.
د نوموړي پر خبره، نادعلي، مارجې او ګرمسیرو ولسوالیو کې امنیتي ګواښونه شته.
هغه خبرداری ورکوي، که دولت په دې اړه جدي پام و نه کړي، نو ښايي یادې ولسوالۍ ټولې له لاسه ووځي.
نوموړي دا هم وویل، چې ولايتي اداره، کشفي ارګانونه او امنیتي ځواکونه د یادې ولسوالۍ په امنیت ساتلو کې پاتې راغلی او باید سزا وویني.
خو هغه وايي، دا درېيم ځل دی، چې خانشین سقوط کوي او بېرته نیول کیږي.
دا له تېرو ۶ میاشتو راهیسې درېيم ځل دی، چې وسله وال طالبان خانشین ولسوالۍ نیسي او افغان ځواکونو ته پکې درانده تلفات اړوي.
خانشین د هلمند یوه لرې پرته ولسوالۍ ده، چې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار په ۲۲۰ کیلومترۍ کې پرته او د ډيورنډ ۱۶۵ کیلو متره کرښه د دې ولسوالۍ په مهمو برخو کې تاو شوې ده.





