د غزني پولیسو ۵ پوستې طالبانو ته پرېښې دي

د غزني ولایتي شورا غړي حسن‌رضا یوسفي سلام وطندار ته وویل، د دې ولایت هغو محلي پولیسو د تجهیزاتو د نه‌شتوالي له امله خپلې پوستې پرېښې دي چې د جاغوري او قره‌باغ پر لار پراته وو.

ښاغلی یوسفي زیاتوي، د طالبانو پر ضد جګړه کې ملي پولیسو او ملي اردو له محلي هغو سره مرسته نه‌وه کړې او هم د محلي پولیسو تجهیزات کم دي.

د ښاغلي یوسفي په وینا، په هغو پوستو کې اوس طالبان پراته دي او د جاغوري لار یې بنده کړې.

خو د غزني امنیه قوماندان فرید مشعل د قره‌باغ ملي او محلي پولیس په تنبلي تورنوي او محلي پولیسو ته په خطاب سره وايي چې ژر دې خپل ځایونه ونیسي او که داسې ونه‌شي؛ څارنوالۍ ته به ور وپېژندل شي.

په قره‌باغ دښته کې وروسته له هغې چې محلي پولیسو خپلې پوستې پرېښودې؛ وسله‌والو له مسافرو سره ۸ موټر تښتولي دي.

تښتول شوي کسان د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې تراوسه یې برخلیک نه‌دی څرګند.

دا پوستې شاوخوا ۴ کاله مخکې هغه مهال جوړې شوې چې په‌دې لاره د جاغوري ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي طالبانو وتښول او ویې وژل.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام