
ولسمشر محمداشرف غني نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري د لوګر ولایت د امنیتي او عمومي وضعیت د ارزولو په موخه دغه ولایت سفر وکړ.
ولسمشر د دغه سفر په ترڅ کې د لوګر ولایت له علماوو، قومي مشرانو، مېرمنو او ځوانانو سره د یوې ولسي غونډې پر مهال وکتل.
ولسمشر غني چې لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیمخان کټوازي او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز یې ملتیا کوله، د لوګر ولایت د امنیت، بیارغاونې، کرنې، کانونو، مېرمنو او له ادارې فساد سره د مبارزې په برخه کې د سمون او بدلون سپارښتنې او ژمنې وکړې.
ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې د لوګر امنیتی وضعیت، بیارغونې او د لویو لارو امنیت ته به د جدي پام ترڅنګ، ډېر ژر د لوګر په امنیت کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.
هغه د لوګر ولایت د مسعینک کان او کرومایټو کانونو په اړه وویل چې چین لېوال دی چې یو ځل بیا له افغانستان سره د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د لوګر اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د دغه ولایت مرکز او د لویو لارو امنیت ټینګ کړي، څو خلک وکولای شي خوندي ژوند وکړي.
نوموړي د لوګر له اوسېدونکو وغوښتل چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري وکړي، څو په لوګر کې ژرترژره بدلون راشي.
په ورته وخت د لوګر والي له ولسمشر نه وغوښتل چې د دغه ولایت امنیت، بیارغاونې، پوهنې، کرنې او پرمختګ لپاره خپل پام ډېر کړي، څو د دغه ولایت اوسېدونکي هم په پرمختګ او ثبات کې ژوند وکړي.
ولسمشر محمداشرف په داسې حال کې لوګر ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د لوګر مرکز په ګډون، د لویو لارو امنتیي وضعیت تر بل هر وخته خراب شوی او هره ورځ یې په اړه د جګړو او ناامنیو راپورونه خپرېږي.





