د حکومت په ۶ لومړیو میاشتو کې د عواېدو ۳ سلنه زیاتوالی

ماليې وزارت وايي، چې سږکال په ۶ لومړیو میاشتو کې له ۴۴ میلیاردو زیاتې افغانۍ له کورنیو عوایدو تر لاسه شوي دي.

د دې وزارت په وینا، سږ کال د حکومت له خوا د کورنیو عوایدو نه ۱۲۰ اعشاریه ۴ میلیارده افغانیو هدف ټاکل شوی و.

د دغه وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني سلام وطندار ته وویل، تر دې مهاله په دې توانېدلي دي، چې ۴۴ اعشاریه ۵۵ میلیارده افغانۍ له کورنیو عواېدو نه تر لاسه کړي.

دغه لاسته راوړنه د حکومت په ۶ لومړنیو میاشتو کې د ۳۰ سلنه زیاتوالي ښکارندويي کوي.

د مالیې وزارت ویاند وايي، چې د ګمرکونو له پاره په شپږو میاشتو کې ټاکلی هدف ۱۹ اعشاریه ۳۲ میلیارده افغانۍ و.

خو دغه وزارت وکولای شول، چې ۲۰ اعشاریه ۵۸ میلیارده افغانۍ له داخلي عوایدو نه تر لاسته کړي او دغه شمېرې د تېر کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی په ګوته کوي. 

د احصايې د مرکزي ادارې مرستیال حسیب موحد وايي، چې که څه هم د صادراتو او وارداتو په کچه کې دومره زیاتوالی نه دی راغلی، خو د ده په باور په ګمرکونو کې د فساد کمېدل د عواېدو د زیاتوالي لامل شوي دي.

د موحد په خبره له دې وړاندې د فساد له امله په هېواد کې د کورني عواید سم نه راټولیدل.

دی وايي، چې په ګمرکونو کې د نويو سیستمونو لګول هم د عواېدو په ډېرېدو او روڼتیان کې اغیزه لري.

د مالیې ویاند جیلاني هم داخبره کوي، چې په ګمرکونو کې د نویو سیستمونو لګول او د فساد ټیټ والی د دې لامل شوی، چې عواید زیات شي.

د مالیې وزارت ډېر عواید په هېواد کې د ګمرکونو، د لویو، منځنی او کوچنیو مالیه ورکوونکو، د کانونو له استخراج او له نورو مالیه ورکونو څخه دغه عواید تر لاسه کوي.

تېر کال دغه وزارت له کورنیو سرچینو نه ۱۳۳ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی و، چې له دې برخې نه یواځې یې ۱۰۰ میلیارده افغانۍ ترلاسه کړې او ۳۳ میلیارده یې په راټولولو کې پاتې راغلل؛ له همدې امله د تېر کال په بودیجه کې ستونزه رامنځته شوه.

په ورته وخت کې د مالیې وزارت خوښ دی او وايي، چې د ماليې راټولولو بهیر همداسې دوام ولري د دوی په باور د سږ کال تر پایه به د ۱۲۰ اعشاریه ۴ میلیارده ټاکل شوي هدف ته ورسیږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام