د پاکستان د کورنيو چارو وزیر چوهدري نثارعلي خان په هغه غونډه کې، چې د تروریزم پر وړاندې د پوځي عملياتو د ترسره کولو په موخه جوړه شوې وه وویل، دملګرو ملتو د پرېکړې سره سم به په دغه هیواد کې د سخت دریزو وسله والو ډلو پر فعالیت بندیز ولګوي.
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې اسلام اباد پرېکړه کړې، چې په راتلونکي کې به د ملګرو ملتونو د سازمان د پريکړې له مخې د پاکستان ۷۲ سخت دريځو ګروپونو او تنظيمونو پر وړاندې بنديزونه وضع کړي.
په پاکستان کې د سخت دريځو پر وړاندې د پوځي عملياتو او تحريمونو موضوعات د دغه هېواد پر (آرمي پبلک سکول) باندې له ترهګریز برید څخه وروسته زور اخیستی او د تروریزم له منځه وړلو په برخه کې يي د افغانستان څخه هم د مرستې غوښتونکي کړې.
مخکې له دې پاکستان د افغانستان څخه غوښتي و، چې باید د خپلو سرحدونو کلکه ساتنه وکړي او دواړه هېوادونه د سخت دريځو پر وړاندې ګډ عمليات په صادقانه ډول ترسره کړي.
حقاني او جماعت الدعوه هغه خطرناکې شبکې دي، چې په دغو دوو هېوادونو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ناامنيو لامل شوي.
دپاکستان د دولتي چارواکو دمعلوماتو پر اساس ویل کيږي، په دغه هیواد کې د غیر مسول وسله والو ډلګيو شمېر تر ۷۲ پورې رسيږي، د تر بلې اونۍ دغه نوملړ لا پسې غزېدلی شي.
که څه هم پاکستان لا وار دمخه پر جماعت الدعوه ډلې او حقاني شبکې بندیزونه وضع کړي خو لاهم ددوي پر وړاندې پاکستاني چارواکو جدي ګامونه نه دي اخیستي.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې په کراتو دا ويلي، چې حقاني شبکه د پاکستان په خاوره کې ده او د پاکستان د څارګرې ادارې له لوري تغذيه کيږي، هلته دغې شبکې ته پټنځای ورکړل شوی او د پاکستان د حکومت تر چتر لاندې خپل ازادانه فعاليتونه کوي.
د سياسي چارو کارپوه محمد امين حیدري وايي؛ چې پاکستان به هیڅکله د حقانې شبکې پر وړاندې تحريمونه وضع نه کړي، ځکه دغه شبکه تل په افغانستان او سيمه کې د پاکستان د ګټو لپاره کړی.
حیدري زياتوي، چې د پاکستان له پاره تر ټولو خطرناکه (تحريک طالبان پاکستان) په نوم ډله ده او دا د ايديالوژۍ او هم د قدرت له پلوه پاکستان ته ستر ګواښ دی.
د نوموړي په وينا، پاکستان به و نه شي توانېدلی، چې پر دغې ډلې تحريمونه وضع وکړي، ځکه دغه ډله هم په پاکستان کې قدرت غواړي او هم غواړي خپله اسلامي سخت دريځه ايډيالوژي تطبيق کړي.
پر افغانستان دشوروي یرغل او له هغې وروسته د مسکو په خلاف اتحاد پاکستان ته لاره هواره کړه، چې افغانستان کې د وسله والو ډلو سره اړیکې جوړې کړي، دغه اړیکې د روس پر وړاندې د جنګېدونکو ډلو څخه پېل او بیا د طالبانو د اسلامي امارت د راتګ پورې لا پیاوړې شوې وې، په ۲۰۰۱ ميلادي کې کال کې دغه اړیکو هغه وخت بدلون و موند، چې امریکا له پاکستانه د ترهګرو او القاعده پر وړاندې د درېدو غوښتنه وکړه، هغه مهال پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف امریکا سره لاس یو کړ، چې دننه په پاکستان کې یې وسله والو طالبانو او نورو جهادي او کشمېر کې جنګېدونکو ډلو سره تړلو کسانو پر وړاندې توند غبرګون وښود او نتیجه کې د تحریک طالبان پاکستان ډله منځته راغله.
دغه تغيرات د دې لامل شول، چې په پاکستان کې د پاکستان مخالف او ددغه هېواد ملي ګټو ته ژمن سختدريځې ډلې رامنځ ته شي.
موافق سختدريځي د پاکستان له لوري د کشمېر او افغانستان په چارو کې پر دندو بوخت شول او مخالفې ډلې د پاکستاني ګټو پر خلاف وسلو ته لاس کړل.
د سولې عالي شورا د بهرنيو اړيکو مشر محمد اسماعيل قاسمیار سلام وطندار ته د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل؛ چې پاکستان د ملګرو ملتونو سره پر سختدريځو د تحريم وضع کولو په اړه تعهد کړی او ملګري ملتونه يي هم تعقيبوي.
نوموړی وايي: " داسې نه شي کېدای، چې پاکستان يوه ژمنه وکړي او نور يي ملګري ملتونه هم پريږدي، ملګري ملتونه يي د ژمنې د تعقيب لپاره کسان ګوماري او غواړي د تعهد عملي جنبې څخه ځان با خبره کړي."
دی وايي، ترهګريزې ډلې د پاکستان او افغانستان د ملي ګټو په زيان دی او دغه مشترک ګواښ د له منځه وړلو لپاره جدي او عملي ګامونو ته اړتيا ليدل کيږي.
د قاسميار د معلوماتو له مخې په دغو ډلو کې د حقاني شبکه هم شامله ده.
اوس مهال په پاکستان کې په لسګونه سختدريځې ډلې فعالیت کوي، چې له ډلې يې لښکر طيبه، تحريک طالبان پاکستان يا (ټي، ټي، پي)، حرکت المجاهدين، سپاه صحابه، لښکر جنګوي، جیش محمد، جماعت الدعوه ،حقاني شبکه او نور… د پاکستان په ترهګريزو او تند لارو شبکو کې تر ټولو خطرناکې بلل شوي دي.
د سياسي او نظامي چارو کارپوه جنرال حسین هزاره سلام وطن دار ته و ویل؛ د پاکستان هدف او نهايي ګټه د افغانستان په ناامنه ساتلو کې ده او په دې وروستيو کې که دغه هېواد هرڅومره اعلانونه وکړي د دوی د خولې خبرو منل ناشونې خبره ده.
جنرال هزاره وايي: " د پاکستان هدف د افغانستان ناامنه ساتل دي؛ باید و وایم چې د پاکستان هدف همغه دی خو تاکتیکونه يي فرق کوي او دا اعلانونه يي د تاتکتيکونو يو برخه ده."
نوموړی وايي، که پاکستان خپله دا پریکړه وکړي، نو نور سيمه ییز او نړېوال متحدين يي نه پريږدي.
جنرال حسین زياتوي؛ په سيمه کې د پاکستان ملاتړي، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي امارات دي، خو نړېوال ملاتړي يي بیا امريکا او انګلستان دي.
" امريکا هيڅکله نه غواړي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي، ځکه په يو باثباته افغانستان کې د ایران، چين او روسيې هېوادونو ګټه ده او دا د امريکا د ګټو خلاف کړنه ده."
څه موده مخکې د پاکستاني او امريکايي لوړ پوړو چارواکو ترمنځ له خبرو اترو وروسته پر حقاني شبکې د بنديز د پرېکړې خبر خپور شو.
پرحقاني شبکې بنديز د هغه پلان برخه بلل شوې وه، چې د پېښور له خونړي بريد وروسته ترتيب شوی و.
وروسته بیا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دا اقدام به په پاکستان کې د تروريستي فعاليتونو د له منځه وړلو لپاره ګټور تمام شي.
هغه مهال په پلان کې د حقاني شبکې په ګډون د يوولسو نورو سختدریځو ډلو پر فعاليت بنديزونه هم شامل و.
حقاني شبکه د امريکا په تور ليست کې له شاملو ډلو څخه ده؛ سپينه ماڼۍ ياده ډله ۲۰۱۲ ميلادي کال کې د ترهګرو په تور ليست کې شامله کړه او دغه شبکه يي د ټولې نړۍ لپاره خطرناکه و باله.
د پاکستان په امنيتي او بهرنيو چارو کې د دغه هېواد د لومړي وزير نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز مخکې له دې ويلي و، چې پاکستان به د هغو طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات کوي، چې د دوی ګټې د هغو په شتون کې تر خطر لاندې وي، نو په همدې وجه ځينې د سياسي چارو کارپوهان په دې نظر دي، چې پاکستان به هيڅکله د طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې پوځي عمليات ونه کړي، ځکه دغه دوې ډلې د پاکستان موخو او ګټو له پاره کار کوي.





