د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته نږدې چاودنه شوې او ورپسې وسلهوال بریدګر د دغه وزارت انګړ ته ننوتلي دي.
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او په سیمه کې نښته روانه ده.
تراوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نهدی اخېستی.
اړوند مطالب:





