د ملي امنیت ریاست د (وري په ۳مه) د ولسي جرګې له خوا په ورغوښتل شوې غونډه کې وویل، چې ډېر ژر به د نامعلومو وسله والو له خوا ۳۱ برمته شوي هزاره وروڼه راخوشې کړي.
د ملي امنیت مرستیال حسام الدین حسام تېره ورځ د ولسي جرګې په غونډه کې وویل، چې د دوی د استخباراتي معلوماتو له مخې ټول برمته شوي وګړي د کندهار ولایت، ارغنداب ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي.
دغه يو دېرش مسافر شااوخوا یوه میاشت وړاندې د کابل کندهار په لویه لاره د وسله والو له خوا له موټره ښکته کړل شوي وو.
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي په دې باور دي، چې وسله والو به دا برمته شوي مسافر بیلابیلو سیمو ته بیولي وي او له همدې امله د حکومت هڅو لازمې پایلې نه دي ورکړي.
حسام هم د ولسي جرګې د غړیو له خبرو سره هم نظری دی دی،" ټول برمته شوي کسان ژوند دي او وسله والو په خپلو کې په ۴، ۵ کوچنیو ډلو وېشلي دي."
حسام د ولسي جرګې د وکیلانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، چی د برمته شویو مسافرینو په اړه هره ورځ معلومات راټولوي او په دقیقه توګه ورباندې کار کوي، چې د یوې مناسبې لارې په پيدا کولو سره هغوی د برمته کوونکیو له منګولو راخلاص کړي.
بل خوا په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي حمید الله توخي سلام وطندار ته وویل،" تښتوونکي د ۳۱ برمته شویو کسانو د ازادېدو په بدل کې د خپلو هغو ملګرو خوشې کېدل غواړي، چې په جنګي حالت کې نیول شوي دي."
توخی زیاتوي، چې دغه معلومات د هغو سپين ږيرو له خوا ورکړل شوي، چې د وروستي ځل لپاره د وسله والو مخالیفو سره د برمته شویو مسافرینو د خلاصون لپاره خبرو اترو ته ورغلي وو.
د حکومت یوې سرچینې په دې وروستیو کې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې دغه قضیه ډیره حساسه ده او دوی د مسافرو د خوندیتوب لپاره په دې اړه له رسنیو سره خبرې نه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرې ورځې په تېردو د نیول شویو کسانو د خلاصون غوښتنې ډېرېږي او ځېنې ګوندونه حتا په حکومت انتقاد کوي، چې په دې برخه کې جدي نه دی.
خو د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې په هماغه تازه وختونو کې د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د هوا د خرابوالي له امله څو ځلې د ۳۱ برمته شویو کسانو د خلاصون لپاره پيل شوي پوځي عملیات ځنډول شوي دي.
دا ۳۱ مسافر شاو خوا یوه میاشت وړاندې له ایرانه راستانه شوي د هرات ـ کابل په لاره روان وو، چې د مخ پټو وسله والو له خوا له موټره ښکته او لا یې هم برخه لیک نه دی معلوم.





