.jpg)
د برېښنا شرکت رییس قدرت الله دلاوري نن سه شنبه ( فبروري۲۳مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې دا شرکت به خپل زیانونه د راتلونکي کال له پیل څخه د برېښنا د لګښت د ښاریانو په بیل ور زیات کړي.
د برېښنا د شرکت د رییس په وینا، دې شرکت د روان کال په پیل کې، چې هغه مهال د ډالر بیه ۵۸ افغانۍ وه د برېښنا نرخ ټاکلی و، خو اوس د ډالرو بیه د افغانۍ پر وړاندی نوره هم لوړه شوې ده او د برېښنا شرکت ته یې تاوان اړولی او دا تاوان باید د برېښنا مصرف کوونکي ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې " زموږ مسولیتونه محدود دي او د شرکت له پاره کومه دوراني پانګه، چې ټاکل شوې ده، مونږ لرو خونرو لګښتونه باید د برېښنا له بیل څخه ترلاسه شي."
د دلاوري په وینا په تیرو ۲۸ ورځو کې، چې له ازبکستان څخه کابل ته د وارداتي برېښنا مزي شکېدلي وو، نو دې شرکت کابل ښاریانو ته د برېښنا د ورکړې په موخه له حرارتي برښنا څخه استفاده کوله چې ۲،۵میلیونه ډالره، پرې لګول شوي دي.
په همدې حال کې د برېښنا د شرکت چارواکي وایي، چې هڅې کوي، څو تر ډېره د برېښنا لګښت پر سترو سوداګریزو تاسیساتواو هغه د برېښنا ګډونوال، چې ډیره برېښنا لګوي ور واچوي.





