د موسی کلا ولسوال محمد شریف خان رسنیو ته د ټلیفون پر کرښه تاید کړه، چې سلګونو وسله والو طالبانو تېره شپه په یو برید کې د دې ولسوالۍ یو شمېر دولتي ودانۍ نیولې دي.
د ولسوال پر وینا، په دولتي ودانیو کې امنيې قومنداني، د ولسوالۍ روغتیایي مرکز او د ولسوالۍ وداني شامله ده.
شریف زیاتوي، په سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده، خو که چېرې کمانډو سرتېري د مرستې لپاره ولسوالۍ ته ور ونه رسېږي؛ ولسوالي د طالبانو لاسته ولوېږي.
ولسوال وايي، د ولسوالۍ ځواکونه په کافي اندازه خوراکي توکي، مهمات او درنې وسلې نه لري.
په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، چې وسله والو طالبانو د جګړې پر مهال د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر پاچا ګل بخیتار چې په سیمه کې له وسله والو طالبانو سره په نښته بوخت و؛ طالبانو نیولی او له ځان سره یې ساتلی دی.
خو د هلمند ولایت امنيې قومندانۍ تر اوسه په دې اړه رسینو ته څه نه دي ویلي.
بل پلو د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یو لېږل شوي پیغام کې ویلي، چې پر موسی کلا ولسوالۍ یې برید کړی دی او په دغه برید کې یې شا اوخوا ۱۵ ملي پولیس یې وژلي او په لسګونو سپکې او درنې وسلې یې لاس ته ورغلې دي.
دولتي سرچینو تر اوسه وسله والو ته د اړولو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.





