
په ترکمنستان کې په زده کړو بوخت افغان زده کړیالان وايي، افغان دولت، په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت دوی په ټولیزه توګه هېر کړي دي او اعتراضونه یې هم نه اوري.
دغه زده کړیالان وايي، چې له یو کال راهیسې د خپلو حقوقو او امتیازاتو نه بې برخې شوې دي او دولت یې کومکي معاش او حقوق ور نه اخیستي دي.
د معترضو زده کړیالانو شمېر ۷۰ تنو ته رسېدلو؛ د ادبیاتو، انجینیرۍ، کرنې او د ښوونې او روزنې په برخو کې په زده کړو بوخت دي. دوی د یوې شکایت پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ژمي په رارسېدلو او د دوی د حقوقو د نه ورکولو په صورت کې به په ترکمنستان کې د مېشتو افغان زده کړیالانو استوګنه ستونزمنه شي.
د زده کړیالانو استازي طلب الدین غیاثي سلام وطندار ته وویل، چې محصلينو څو ځلې د خپلو حقوقو تر لاسه کولو له پاره په عشق اباد کې د ماري ښار له جنرال قونصل سره خپلې ستونزې شریکې کړي دي، خو هغوی د مرستې پر ځای له زده کړیالانو سره یواځې همدردي کوي.
غیاثي وايي، چې سفیر او جنرال قونسل زده کړیالانو ته وايي، چې هغوی څو ځلې افغان دولت ته د زده کړیالانو د ستونزو په اړه معلومات ورکړي دي، خو کومه پایله یې نه ده ورکړې.
مسعود احمدي د اعتراض کوونکو له ډلې یو بل زده کړیال دی، چې وايي افغان حکومت په بېلابېلو غونډو باندې په میلیونونو افغانۍ لګوي، خو د زده کړیالانو د کومکي معاش او حقوقو له ورکولو ناتوانه دی.
له دې داسې معلومېږي، چې حکومت هسې پلمې لټوي او د دوی حقوق نه ورکوي.

د لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارت د لایحو له مخې، افغان دولت اړ دی، هر هغه چا ته، چې د بورس له له لارې، د لوړو زده کړو له پاره بهر ته ځي؛ هره میاشت کومکي معاش ورکړي.
ویل کېږي، چې په ترکمنستان کې مېشت هر افغان محصل ته د میاشتې ۶۰ امریکايي ډالر ورکول کېږي.
د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، چې په ترکمنستان کې د مېشت افغان زده کړیالانو ټول حقونه یې ادا کړي دي او په دې برخه کې نور ټول مسولیتونه د بهرنیو چارو وزارت مسولیت دی.
د دغه وزارت د خپرونو ریاست مرستیال اختر محمد عبیر سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په ترکمنستان کې افغان محصلانو د حقونو نه اداینې او د دوی د وضعیت په اړه یې بهرنیو چارو وزارت ته په ۱۳۹۴/۴/۳۱ تاریخ ۲۸۶ نمبر مکتوب لېږلی دی او دغه وزارت په دې برخه کې مسول نه دی.
عبیر زیاته کړه، چې د بهرنیو چارو وزارت دنده لري، چې په ۱۴ هېوادونو کې مېشت افغان محصلانو کومکي معاش نوملړ برابر کړي او د مالیې وزارت ته دې ولېږي.
په ټوله کې د محصلانو مالي حقونو مسله په بهرنیو چارو وزارت پور اړوندیږي او د لوړو زده کړو وزارت یواځې په بهرنیو هېوادونو کې د دوی د محصلتوب تاید کوي.
په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، چې د بهرنیو چازو وزارت د افغانستان قونسلي او سیاسي نمایندګانې دې د محصلانو ستونزې حل کړي.
مستغني وویل، چې په ترکمنستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې زده کړیالانو ته کومکي معاش نه ورکول د دغه وزارت د کم کارۍ لامل نه دی او د بهرنیو چارو وزارت یواځې د دوی له پاره اسانتیا زمېنه برابر وي.
دی وايي، چې د زده کړیالانو کومکي معاشونو ستونزه به هغه وخت حل شي، چې د لوړو زده کړو وزارت په بودیجه کې د محصلانو امتیازونه، حقونه او مالي برخې په پام کې ونیول شي.
په ترکمنستان کې مېشت افغان زده کړیالان خبرداری ورکوي، چې د نه پاملرنې او د یو کال کومکي معاش نه ورکړې په صورت کې به درسي او عذايي اعتصاب وکړي.





