خوستي لاریونوال: پدرام، ضیا مسعود او امرالله دې محاکمه شي

په خوست کې د اعتراضیه غونډې پرمهال د کابل له لاریونوالو وغوښتل شول؛ هېچا ته دې اجازه ورنه کړي، چې د دوی له مدني حرکتونو سیاسي ګټه پورته کړي.

د غوڼدې ګډونوالو وویل، ولس باید د اوسني نظام ترڅنګ ودریږي او پرې نږدي، چې استخباراتي کړۍ په هېواد کې د ناامنیو له‌پاره زمینه برابره کړي.

د خوست والي حکم خان حبیبي وویل، د سیمې استخبارات د خپلو لاسپوڅو پردیپالو ګوډاګیانو په لاس غواړي اوسني نظام ته ستونزې پیداکړي.

حبیبي وايي، اوسنیو شرایطو کې له یو طرف نه د اور په لمبو کې سوځېږو او بل طرف نه داخلي کړۍ غواړي نظام ټکنی کړي.

په دې غونډه کې سلګونو قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو ګډون کړی وو.

دغه راز له غونډې وروسته ګډونوالو په خوست ښار کې سوله ییز لاریون وکړ.

لاریون کوونکو په لطیف پدارم، احمد ضیا مسعود او امرالله صالح تور پورې کړ، چې په کابل کې د جمعې ورځې لاریون یې په تاوتریخوالي بدل کړل او د خلکو له پاکو احساساتو یې سیاسي ګټه واخیستله.

دوی له حکومته وغوښتل، چې درې واړه دې محاکمه شي.

د مجاهدينو سرتاسري شورا مشر مولوي محمدسردار ځدراڼ وویل، هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې توکمیز او مذهبي تاوتریخوالی رامنځته کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام