د کندوز د تکواندو فدراسیون رییس ووژل شو

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام‌الدین رحماني سلام‌وطندار ته وايي چې بېګا د شپې ۲ بجې د دې ولایت د تکواندو فدراسیون د رییس کامل کریمي موټر د سپين‌زر په سیمه کې له یو بل موټر سره له ټکرېدلو وروسته د ملي امنیت پر سرتېرو برید کوي چې د سرتېرو له لوري پرې ډزې کېږي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ د ویاند په خبره، ښاغلی کریمي هغه مهال د ملي امنیت د سرتېرو له لوري ووژل شوی چې پلټنې ته ونه درېد.

د حاجي ضیاالحق ضیايي په نوم د کریمي خپلوان وايي چې موټر یې د شپې له لوري ټکر کوي او روحي وضعیت یې ښه نه وي چې د ملي امنیتي ځواکونو هم له پېژندلو پرته پرې ډزې کړې‌دي.

د کندوز د ملي امنیت ویاند نورالهدا په‌دې اړه د پلټنو خبر ورکوي.

د ښاغلي کریمي خپلوان وايي چې دې لوبغاړي د سرو زرو مډالونه ګټلي وو او په نږدې راتلونکي کې د نورو سیالیو له‌پاره اروپايي هېوادونو ته په سفر روان و. دی زیاتوي د کندوز د تکواندو فدراسیون رییس په وروستیو وختونو کې له ډېرو امنیتي ستونزو سره مخ و.

کامل کریمي د هېواد د بدني ښکلا په برخه کې اتل هم و.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام