
د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ په "چوک" سیمه کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودندې له امله ۹ تنه ووژل او ۳۵تنه یې ټپيان کړل؛ ویل کېږي، چې په پېښه کې وژل شوي او ټپیان ټول ولسي وګړي دي.
تر اوسه د چاودنې موخه معلومه نه ده، چې کوم بنسټ او یا کس یې هدف وو.
د بدخشان والي فیصل بیګزاد د پېښې تایید کوي، او وايي، چې له برید مخکې د ولایت مقام موټر د "چوک" له سیمې تېر شوي وو.
په ورته وخت کې د سیمې خلک وايي، چې چاودېدونکي توکي په موټر سایل کې ځای پر ځای شوي وو، د دوی په خبره، په چاودنه کې له ۶۰ زیات ولسي خلک وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان دي.
پېښه نن (دوشنبه) را منځته شوې، چې د اونۍ په دې ورځ په کشم ولسوالۍ کې د دوشنبې بازاروي او د چوک په سمیه کې د خلکو ګڼه کوڼه زیاتوي.
د سلام وطندار خبریال وايي، چې د ځېنو ټپیان حالت نازک دی.
د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی.





