د بدخشان ولایت ځای ناستی والي شاه ولي الله ادیب سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د طالبان سل کسیزه ډله له ۲۴ ساعته کلابندۍ نه وروسته د افغان ځواکونو له منګولو په تېښته بریالۍ شوې ده. د امنیتي ځواکونو پر خبره، معلومه نه ده، چې طالبانو څنګه دغو کلابندي ماته کړې ده.
داسې انګېرل کېږي، چې ښايي د حکومت په دننه کې داسې کسان موجود وي، چې طالبانو ته یې د تېښتې لاره برابره کړې وي.
د بدخشان ځای ناستی والي وايي، چې طالبان د بدخشان د وردوج ولسوالۍ په شمول د بهارک، راغستان، تګاب، کشم او شهدا ولسوالیو پر یو شمېر سیمو پراخ تسلط لري او په دغو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.
په کندوز کې د جنګ حالت
له کندوز نه داسې راپورونه رارسېدلي، چې طالبان تر اوسه د کندوز په ښار کې موجود دي او په ښار کې کوڅه په کوڅه جنګ روان دی.
د کندوز د خلکو پر خبره، طالبانو ښودلې ده، چې دوی د تخارستان ښوونځي نه تر مرکزي روغتون او د کابل بندر پورې په ځېنو خاصو ځایونو کې پراته دي. خو د کندوز ولایت امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې د کندوز ټولې برخه د امنيتي ځواکونو په ولکه کې دي او ډېر ژر به خلک بېرته خپل عادي ژوند ته راوګري.





