ارګ: پاکستان سره د سولې خبرو اترو پرمختګ کړی

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د سولې خبرې اترې پرمختګ کړی او دوی په دې باور دي، چې د نوي حکومت له پېل راهیسې افغان دولت د سولې د پروسې په اړه له پاکستان سره اساسي کارونه مخ ته وړي دي.

د دوی په نظر افغان دولت هڅه کړې، چې خپلې هر اړخیزې اړیکې له پاکستان سره تعریف کړي او په وينا يې دغه تعریفونه د پاکستان له لوري منل شوي هم دي.

د ولسمشر ماڼۍ ویاند اجمل عبېد عابدي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، له دې هر څه وروسته یې دا کوښښ کړی، چې د نا اعلان شوې دښمنۍ نه؛ د اعلان شوې سولې په لوري لاړ شي.

د عابدي په باور، سوله پيچلې پروسه ده او د دغې پروسې بریاليتوب په لږ وخت کې له امکانه لرې برېښي.

د ولسمشر د ویاند په خبره، سوله د افغانانو يواځنۍ هیله ده  او د دولت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

ده له سلام وطندار سره په خبرو کې زياته کړه، چې افغان دولت هڅه کوي، څو د دغې حياتي او ضروري پروسې په اړه له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ولسي جرګې غړیو ویلي وو، د امنیتي مسولینو څرګندونو وښودله، چې پاکستان د سولې په پروسه کې مرسته نه ده کړې.

په هېواد کې په ځانګړي ډول په شمال کې د جګړې زیاتوالی د دې لامل شو، چې امنیتي مسولین ولسي جرګې ته د ځواب ویلو لپاره ور وغوښتل شي.

د ولسي جرګې د غړیو او امنیتي مسولینو ناسته د رسنیو له شتونه پرته د بندو دروازو شاته پای ته ورسېده.

ولسي جرګې تېره ورځ د (مې په ۴مه) د ملي امنیت د شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د ملي دفاع ځای ناستی وزیر عنایت الله نظري او د ملي اردو ځواکونو د قومندان مرستیال مراد علي مراد په هېواد کې د وروستیو نا امنیو د زیاتوالي او ځېنو برخو د نیولو په پار استجواب کړي وو.

د ولسي جرګې له ناستې وروسته یو شمېر وکیلانو ویل، د امنیتي مسولینو له خبرو داسې معلومېده، چې پاکستان د سولې په پروسه کې رښتینی نه دی.

خو د افغان سولې په اړه د سیاسي چارو شنونکی د امنیتي مسولینو د خبرو پر خلاف بېلابېل  نظرونه لري.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې نظر دي، چې پاکستان د افغان سولې له بهیر سره د مرستې نه کولو په باب تر اوسه څه نه دي ويلي.

افغانستان سره د سولې په بهیر کې د پاکستان د مرستې په اړه د سیاسي چارو کارپوه فاروق بشر په دې اند دی، چې تر دې دمه پاکستان د افغان سولې له بهیره سره له مرستې انکار نه دی کړی.

د نوموړي په وينا، تر اوسه داسې دلایل نه شته، چې وښيي پاکستان له افغانستان سره د سولې په بهیر کې له مرستې يې اوږه تشه کړې وي.

همدارنګه د سياسي چارو بل شنونکی فېض محمد ځلاند بیا په دې نظر دی، چې پاکستان پرته له دې چې په افغانستان کې د سولې د پروسې پر سر یوه سیاسي معامله رامنځته کړي؛ بله هیڅ لېوالتیا نه لري.

د ده په خبره، افغانستان د پاکستان وړاندې شویو شرایطو ته د زمینې برابرولو ترڅنګ بیا هم په افغان سوله کې مرسته ونه کړه.

د ډاکټر ځلاند په خبره د پاکستان وروستيو کړنو څخه دا جوتيږي، چې افغانستان بريالی شوی، څو دغه هېواد مثبتې همکارې ته وهڅوي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال عبدالظاهر قدیر په هېواد کې وروستۍ ناامنۍ د هوايي ځواکونو نه شتون، د بهرنیو ځواکونو وتل او د طالبانو د فعالیتونو پراخېدل په ګوته کړي و.

ډاکټر ځلاند هم په همدې باور دی او وايي، طالبانو د افغان حکومت له ۷ میاشتینۍ خوشباورۍ نه په ګټنې خپلې جګړه مارې ډلې د هېواد شمالي ولایتونو ته واستولې، چې له امله یې څو ولسوالۍ له سقوط سره مخ شوې.

د ده په خبره، دا د پاکستان له لوري له سولې سره د مرستې د نه کولو پالیسۍ یوه مهمه کړۍ ده.

خو بشر وايي، چې پاکستان ته د چین ولسمشر او امریکا د بهرنیو چارو وزیر ورتګ، د افغان د سولې په بهیر کې د پاکستان په همکاریو ټینګار او په همدې ډول په دوحه کې پر طالب چارواکیو د سولې په باب د پاکستان ټینګار، هغه دلایل بولي، چې تر اوسه پاکستان د سولې په خبرو کې له مرستو انکار نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پګواش په کنفرانس کې طالبانو ګواښ کړی، چې د سولې خبرو اترو د پروسې پر مهال به ډزبند نه اعلانوي او تر نتيجې معلومېدو پورې به په افغانستان کې د دوی بریدونه دوام ولري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام