د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ ۵ تنه اوسېدونکي د دې ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د نا معلومو وسله والو له لوري تښتول شوي دي.
د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي سلام وطندار ته وویل، چې طالبانو ۵ تنه ژوي پلورونکي چې د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ اوسیدونکي دي د دې ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې تښتولي دي.
د والي مرستیال زیاتوي، طالبانو دغه کړنه د هغو عملیاتو په غبرګون کې تر سره کړې، چې د کب په ۲۴مه د اېتلاف او افغان ملي امنیتي ځواکونو د جاغوري او ګیلان ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې تر سره کړل.
د ده په وینا په دې عملیاتو کې د طالبانو ۸ کسیزه ډله نیول شوې ده.
د والي مرستیال زیاته کړه د مالستان او اجرستان ولسوالیو د قومي مخورو ترمنځ د تښتول شویو د خلاصون له پاره خبرې روانې دي.
له بل لوري بیا د مالستان ولسوال ضامن علي هدایت سلام وطندار ته وايي، چې د برمته شويو کسانو شمېر ۴ تنه دي.
تر اوسه په دې اړه طالبانو څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د ۳۱ برمته شويو مسافرو د برخلیک په اړه هم کوم خبر نشته.





