د مرکزي بغلان خلکو د کندوز، تخار او د بدخشان لارې وتړلې

د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د کندوز، تخار او بدخشان لویې لارې وتړلې.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو وروسته له هغې دغه لارې وتړلې، چې د ولایت د مقام دفتر او د کرنې او مالدارۍ پوهنتون د مرکزي بغلان ولسوالۍ څخه د بغلان پلمخري ښار ته انتقال کړل.

اعتراض کوونکو له حکومت نه غوښتل، چې د ولایت مقام دفتر او د کرنې او مالدارۍ پوهنتون دې بېرته د مرکزي بغلان ولسوالۍ ته ولېږدوي.

دوی وايي، تر هغې به دغه اعتراض ته دوام ورکوي، تر څو چې حکومت د دوی غوښتنې نه وې منلي.

اعتراض کوونکو ادعا کوله، چې مرکزي حکومت تېر کال د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو دغې غوښتنې ته پام ونه کړ او د دوی په حق ظلم وکړ.

یو اعتراض کوونکي انجینیر زهیر وايي، چې په دې اړه یې څو ځلې د مرکزي حکومت له لوړپورو چارواکو سره خبرې کړي دي او دغو چاروکو په دې برخه کې هیڅ کار و نه کړ.

نوموړی خبرداری ورکوي، که د ملي یووالي حکومت مشران د دوی غوښتنې ونه مني د ولایت دروازې به وتړي.

د والي مرستیال قدیم نیازی او د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرشید بشیر اعتراض کوونکو ته د قناعت ورکولو له پاره مرکزي بغلان ولسوالۍ ته تللي وو.

دوی له اعتراض کوونکو ته وویل، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ ته د کرنې او مالدارۍ پوهنتون د لېږدلو چارې به له سبا څخه پیلوي او د ولایت مقام دفتر په اړه به ولسمشر پرېکړه و کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام