
د سرپل سانچارک ولسوال نقیبالله دقیق سلاموطندار ته وویل چې طالبانو د دې ولسوالۍ د شپږو کلیو پر اوسېدونکیو نوي قوانین وضع کړي او د نجونو لېسو، منځنيو او لومړنيو ښوونځیو په ګډون یې ۱۳ بابه ښوونځي تړلي دي.
د سانچارک ولسوال په وینا، له کوره د ښځو په وتلو، د ږېرې په خریلو، د مرستوکوونکیو موسېسو له لوري د خوراکي توکیو په وېشلو او ښوونځیو ته د نجونو په تګ بندیز، هغه قوانین دي چې طالبانو د سانچارک ولسوالۍ په اوسېدونکیو لګولي دي.
د ده په خبره، په تړل شویو ښوونځیو کې ۳ لېسې او شاوخوا ۱۰ منځني او او لومړني ښوونځي شامل دي.
ښاغلی دقیق زیاتوي، دغو ښوونځیو ـ چې شاوخوا ۲۰۰۰ نجونو زدهکوونکیو زدهکړې کولې ـ په تړل کېدو سره یې ټولې نجونې له زدهکړو بېبرخې شوېدي.
د سرپل ولایتي شورا مرستیال سید اسدالله دانش سنچارک ولسوالۍ کې د طالبانو فعالیتونو له پراخېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، طالبانو د دې ولسوالۍ لویو برخو په نیولو سره ښوونځیو ته د نجونو په تګ بندیز لګولی او بازار ته یې د ښځو وتل هم منع کړيدي.

هغه زیاتوي، چې د وسلهوالو دغسې ګواښونو پر وړاندې د دولت چپ پاتېکېدل ناوړه پایلې لري.
خو د سرپل پوهنې ادارې رییس عبدالغفور سرپلي سلاموطندار ته وايي، د قومي مشرانو په منځګړیتوب یې ۶ لومړني ښوونځي پرانیستي دي.
د هغه په وینا، طالبانو تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړې او له شپږم ټولګي پورته نهشي کولی زدهکړې وکړي.
هاخوا د وسلهوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د سرپل سنچارک ولسوالۍ کې د دې ډلې له لوري د نجونو ښوونځیو تړلو ادعا ردوي.
سلاموطندار راډیو ته د رسېدلو شمېرو پر بنسټ، طالبانو چې د سرپل سنچارک ولسوالۍ کې په کومو شپږو لویو کلیو کنټرول لري؛ شاوخوا ۱۰۰ زره نفوس لري او تېر یو کال کې ولسي پاڅونوالو ۷۰ ځواکونه طالبانو سره جګړه کې وژل شويدي.





